خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لغمان کې د څلورو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې

لغمان کې د څلورو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې

Oct 07, 2017 - 18:06

مهترلام (پژواک ۱۵ تله ۹۶):  لغمان کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت له لوري د ۵،۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د څلورو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.

د يادو پروژو پرانيسته د تلې په ۱۵مه د مرکز مهترلام اړوند د نشه يي توکو پر ضد مبارزې وزيرې او لغمان والي له لوري ترسره شوه.

د معلوماتو له مخې، دغه مرسته په مرکز مهترلام، الينګار او اليشنګ ولسواليو کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي په خاطر کروندګرو سره وشوه.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د دغو پروژو د پرانيستې پرمهال وويل، پر دغو پروژو به ټولټال ۵ ميليونه او ۹ لکه افغانۍ لګښت راشي، چې د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزارت له خوا بوديجه ورته ځانګړې شوې ده.

هغه زياته کړه، دا پروژې به د مرکز مهترلام، اليشنګ او الينګار ولسواليو د کروندګرو په اقتصادي لوړوالي کې ډېره مرسته وکړي.

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزيرې سلامت اعظيمي وويل، له يادو پروژو څخه موخه په دغه ولايت کې د نشه يي توکو پر ضد د مخنيوي هلې ځلې او کروندګرو ته د بديل معشيت برابرول دي.

د هغې په وينا، په دغو پروژو کې د مرکز مهترلام لپاره د شيدو ټولولو، اليشنګ ولسوالۍ لپاره د شيدو او سبزيجاتو د ټولولو او د الينګار ولسوالۍ لپاره د سبزيجاتو د ټولولو مرکزونو جوړول شامل دي.

دې زياته کړه، د دغو مرکزونو د جوړېدو چارې به په څه کم درې مياشتو کې بشپړې شي، چې مستقيماً به يې ګټه زرو کورنيو او غير مستقيم ډول به يې تر دې څو برابره زياتو کورنيو ته ګټه ورسېږي.

ځايي اوسېدونکو خوښي وښوده چې د يادو پروژو سره به يې سبزيجاتو او لبنياتو ته ښه بازار پيدا شي.

د مرکز مهترلام ښار يوه اوسېدونکي روح الله پژواک سره د خبرو پرمهال د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د دغه ګام ستاينه وکړه او د يادې پروژې د پراختيا غوښتنه يې وکړه.

د يادولو ده، چې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت په هغو سيمو کې چې کوکنار ونه کري، کروندګرو لپاره يو شمېر رغنيزې پروژې پلې کوي.

علامت: 

گزارش های مربوطه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement