Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

ولسمشر غني د هلمند له قومي مشرانو د ټاپي پروژې په تطبیق کې مرسته وغوښته

ولسمشر غني د هلمند له قومي مشرانو د ټاپي پروژې په تطبیق کې مرسته وغوښته

By
On
Nov 27, 2017 - 15:48

کابل (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٦): ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې په هلمند ولايت کې د امنيت ټينګښت او ثبات يې اساسي موخه ده.

دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د هلمند ولايت له قومي مشرانو سره په ګډه غونډه کې وکړې.

غني  وويل چې قانون تطبیقېږي او د قانون له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي؛ ځکه دا د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او ټولو ورباندې اجماع کړې ده.

هغه زیاته کړه: ((د هلمند ثبات، کراري او پرمختګ زموږ اساسي موخه ده.))

دغه راز ولسمشر څرګنده کړه، ټاپي پروژه چې نږدې راتلونکي کې هرات ولایت ته را رسېږي او له ټولو مشرانو مې غوښتنه دا ده چې د دې پروژې په تطبیق او بشپړېدو کې مرسته وکړي؛ ځکه د افغانستان دښمنان نه غواړي دغه مهمه پروژه تطبیق شي.

ده وويل د ټاپي پروژې تر څنګ د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد مزی له تورغونډۍ څخه سپین بولدک ته غځول کېږي او تر څنګ یې نورې وړې پروژې هم په پام کې دي چې په تطبیق سره به یې د یادو سیمو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

په دې غونډه کې د ولسي جرګې غړي عبیدالله بارکزي د يادو قومي مشرانو په استازيتوب وويل چې د افغانستان وروڼو قومونو تل د وروڼو په څېر یو د بل تر څنګ ژوند کړی او د قومونو وحدت د هيواد اساسي قوت دی.

همدارنګه یادو مشرانو په اوس وخت کې د لویې جرګې رابللو پرځای د حکومت ملاتړ ګټور وباله او زیاته یې کړه، لویه جرګه د افغانستان ملي عنعنه ده او هیڅوک حق نه لري چې د شخصي ګټو لپاره ورڅخه استفاده وکړي.

Related Article


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update