Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

د شکردرې د امنيې قوماندانۍ يو منسوب په ۱۵ کاله بند محکوم شو

د شکردرې د امنيې قوماندانۍ يو منسوب په ۱۵ کاله بند محکوم شو

By
On
Nov 27, 2017 - 16:44

کابل(پژواک، ۶ ليندۍ۹۶): د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې لومړنۍ پوځي محکمې د کابل ولايت د  شکردرې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ يو منسوب د يو تن د وژنې په تور په ۱۵ کاله بند محکوم کړ.

د کابل ولايت د شکر درې امنيې قوماندانۍ د ساحوی کنټرول پر پخواني غړي ساتنمن غلام صديق تور و چې له خپلې وسلې يې ناوړه ګټه اخيستې او د بابرزي په نوم يو تن يې وژلی دی.

د قضيې څارنوال رفيق الله  نن په کابل کې د يادې  علني محکمې په ترڅ کې وويل چې غلام صديق د روان کال د چنګاښ د مياشتې په ۱۴ مه د شکردرې ولسوالۍ د قلعه مرادبيک لېسې مخې ته د همدې ولسوالۍ اوسېدنکی بابرزى  د تومانچې پر ډز وژلى دى.

هغه زياته کړه، د غلام صديق وروڼو له ياد قتل درې ورځې مخکې له بابرزي سره  شخړه کړې وه او غلام صديق له خپلو وروڼو ملاتړ کړی او ياد کس يې وژلى دى.

دى وايي  د عدلي طب څېړنې ښيي چې بابرزی د غلام صديق د تومانچې پر ډز  وژل شوی او د پېښې په ځای کې د مرمۍ د موندل شوې "ګولې" په اړه شوې څېړنې هم څرګندوي چې ياده ګولۍ هم د غلام صديق د تومانچې ده.

څارنوال له محکمې وغوشتل  چې د قانون په رڼا کې  پرېکړه وکړي.

خو د غلام صديق مدافع وکيل  نصرمن الله د څارنوال څرګندونې رد کړې او ويې ويل:"کله چې غلام صديق  د شکردرې ولسوالۍ بل منسوب تر خپل کوره ورساوه او موټر يې هم د هغه په کور کې ودراوه، کله چې بېرته خپل کور ته روان و نو د قلعه مراد بېک لېسې مخې ته بابرزي او دوه نور ملګري يې چې بابرزي سره برچه او نورو ملګرو سره يې تومانچې وې، پر غلام صديق غږ کوي چې ودريږه او غواړي وسلې ورنه واخلي، غلام صديق مرمۍ تېروي خو ډز نه کوي."

د ده په وينا، ياد کسان پر غلام صديق بريد کوي او د لاس اچولو پر مهال تومانچه ډز کوي او بابرزی وژل کېږي.

مدافع وکيل خپل موکل بې ګناه بولي او زياتوي چې يادو کسانو پرې بريد کړي خو دا نه ده معلوم چې د غلام صديق تومانچې نه څه ډول ډز شوی دی.

 د يادې قضيې تر اورېدو وروسته، د يادې لومړنۍ محکمې قضايي پلاوي خپله پرېکړه اعلان کړه.

د لومړنۍ محکمې قاضي ډګروال محمد عثمان راسخ وويل:"ته غلام صديق د غلام سرور زوی  د شکر درې د امنيه قوماندانۍ پخوانی منسوب، د بابرزي د قتل د قضيې په تړاو د جزا قانون د۱۴۳ او  ۳۹۶ مادې له مخې په ۱۵ کاله نتفيذي بند محکوم ياست."

هغه وويل چې غلام صديق کولاى شي د استيناف محکمى غوښتنه وکړي . 

Related Article


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update