د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل چاودنه کې د کومانډو ٧ سرتېري ټپيان شوي

د کابل چاودنه کې د کومانډو ٧ سرتېري ټپيان شوي

Nov 25, 2014 - 08:17

کابل ( پژواک، ٤ ليندۍ ٩٣ ) : د کابل په شپږمه حوزه کې نن سهار چاودنه شوې ، چې له امله يې د ملي اردو ٧ کومانډو سرتېري ټپيان شوي دي.

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي د ليندۍ په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار په شاوخوا اوه بجو د شپږمې حوزې اړونده د ريشخورو پر لاره د خواجه نور په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د ملي اردو د کومانډو ځواکونو پر يوه رېنجر موټر د مقناطيسي ماين چاودنه شوې ، چې له امله يې شپږ سرتېري ټپيان شوي دي.

ستانکزي وويل چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال ظاهر عظيمي ويلي، چې په دې چاودنه کې د ملي اردو اوه سرتېري ټپيان شوي دي.

خو يوې بلې امنيتي سرچينې ويلي، چې په دې پېښه کې يو سرتېري وژل شوى دى.

د عبيدالله په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه زوروره وه او د ملي اردو پر موټر شوې ده.

دى وايي چې تر چاودنې وروسته له سيمې څخه ټپيان په امبولانسونو کې ولېږدول شول، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.

وسله والو طالبانو ددې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

 طالب وياند ذبيح الله وايي چې نن سهار د کابل په شپږمه حوزه کې يې چاودنه کړې او ګڼ شمېر سرتېريو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په کابل کې د چاودنو او ځانمرګو بريدونو لړۍ زياته شوې ده.

تېره ورځ د کابل په نهمه امنيتي حوزه کې د يوې چاودنې له امله د ناټو دوه سرتېري ووژل شول او څلور ملکي وګړي ټپيان شوي وو.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement