د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د آسیا پراختیایي بانک د افغانستان د کرنې سکتور د ودې په موخه ۱۱ میلیونه ډالره اضافي مرسته وکړه

د آسیا پراختیایي بانک د افغانستان د کرنې سکتور د ودې په موخه ۱۱ میلیونه ډالره اضافي مرسته وکړه

Nov 29, 2015 - 18:38

 قوس ۱۳۹۴: د افغانستان د مالیې وزارت او د آسیا پراختیایي بانک د افغانستان د کرنې سکتور د ودې له پاره چې په دې وروستیو کلونو کې د جنګونو او وچکالۍ له امله سخت زیانمن شوی، د ۱۱ میلیونو ډالرو  نوې مرستې تړون لاسلیک کړ. دغه مرسته چې د انګلستان له خوا د افغانستان د بنسټیزو جوړښتونو د صندوق له لارې د آسیا پراختیایي بانک په واک کې  ورکول کیږي، د کرنیزو محصولاتو د ودې، بازار موندنې او کرنې سکتور د پرمختګ له پاره به ولګول شي. همدا راز دغه پیسې به په افغانستان کې د  مسلخونو د جوړولو او د مالدارۍ صنعت د عصري کولو له پاره مصرف شي.

د تړون د لاسلیک پر مهال د افغانستان د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د آسیا پراختیایي بانک او د انګلستان حکومت له مرستو مننه وکړه او ویې وویل: ’’ کرنې ته وده ورکول د افغان حکومت له لومړیتوبونو څخه دی ترڅو افغان حکومت وکولی شي د کرنې او مالدارۍ سکتور د پرمختګ له لارې اقتصاد وده وکړي او د ځان بسیاینې پر لورې حرکت وکړي.’’

 

په افغانستان کې د آسیا پراختیایي بانک رئیس ښاغلي توماس پنیلا وایي: ’’د ۲۰۰۱ کال څخه راپه دیخوا د بڼوالۍ او مالدارۍ په کمیت کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی، خو دغه سکتور نورو پرمختګ ته هم اړتیا لري. د جنګونو د خرابیو له امله د څارویو ذبح کول، په سړکونو او کوڅو کې ترسره کیږي. په دغې پروژې سره به پنځه مسلخ خونې جوړې شي. همدا راز به د میوو د ساتلو، پاکټ کولو، وچولو او ساتلو له پاره هم کمک وشي.’’

د آسیا پراختیایي بانک او افغان حکومت پخوا یادې پروژې ته ۳۱ میلیونه ډالر ورکړي وو چې ۳۰ میلیونه یې د آسیا پراختیایي بانک او یو میلیون ډالر په کې د افغان دولت ونډه وه.

د آسیا پرمختیایي بانک په ١٩٦٦ میلادي کال کې تاسیس شوی دي، ٦٧ غړي لري چې ٤٨ یې له سیمې څخه دي او مرکزي دفتر یې په مانیلا کې دی.  د اقتصادي ودې، باثباته چاپیریال د برابرولو او د سیمې د یووالي له لارې په مرکزي آسیا او آرام سمندر سیمه کی د بې وزلۍ د کمولو له پاره کار کوي.

 

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement