د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د اچين له لسګونو جګړه ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه

د اچين له لسګونو جګړه ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه

Feb 01, 2016 - 16:03

جلال اباد (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۴): د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وايي، د اچين ولسوالۍ له ۱۵۱ جګړه ځپلو کورنيو سره يې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وکړه.

د ياد رياست د بېړنيو مرستو امر ولي محمد الله يار د سلواغې په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغو کورنيو دغسې بېړنيو مرستو ته اړتيا درلوده.

دی وايي: ((په دې مرستو کې چې د WP او UNHCR  له لوري برابره شوې، اوړه، غوړي، دال او د ورته نورو خوراکي توکو تر څنګ د اشپزخانې بشپړ سامان الات شامل دي.))

د نوموړي په وينا، دا کورنۍ د اچين د جګړو له امله بېځايه شوې او د ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې اوسېږي چې دغسې مرستو ته يې ډېره اړتيا درلوده.

په اچين او ورڅېرمه ولسواليو کې د داعش له نفوذ او وروستيو نښتو له امله شاوخوا ۲۵زره کورنۍ بېځايه شوې چې د کډوالو چارو د رياست په خبره، تر اوسه يې ۱۱زره کورنيو ته مرستې رسېدلې دي.

د کډوالو چارو رياست دا چارواکی وايي: ((زموږ سروې دوام لري، موږ هغو کورنيو ته چې لومړيتوب ولري، مرستې رسوو، دا لړۍ به دوام ولري.))

د اچين ولسوالۍ د مورګۍ سيمې اوسېدونکي جلال د يادو مرستو د وېش د مراسمو په څنډه کې پژواک ته وويل، تر دې مخکې هم ورسره ورته مرستې شوې، خو دا مرستې ورته بسنه نه کوي.

دی زياتوی: ((موږ کور او کالی نه لرو، هوا سړه ده او ماشومان مو په ستونزو کې دي، حکومت بايد خپلې مرستې ډېرې کړي؛ ځکه له موږه هر څه په کلي کې پاتې دي.))

صوات محمد د اچين ولسوالۍ بل اوسېدونکی دی چې د ښار په يوه لرې پرته سيمه کې يې اړولي او د ده په وينا، له خراب اقتصادي حالت سره مخامخ دي.

هغه وايي: ((دا مرستې زموږ اړتيا نه شي پوره کولی، الله دې امنيت راولي چې بېرته خپلو کورونو ته ولاړ شو، هر څه رانه هملته پاتې دي.))

د ننګرهار سيمه ييزه اداره وايي، د شينوارو له بېځايه شوو سره د مرستو رسولو لړۍ دوام لري او تر اوسه يې ټولو سروې شوو کورنيو ته مرستې وېشلې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement