د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

امریکا له پاکستان سره د ۳۰۰ میلیونه ډالرو مرسته ځنډولې

امریکا له پاکستان سره د ۳۰۰ میلیونه ډالرو مرسته ځنډولې

Aug 04, 2016 - 12:11

کابل (پژواک، ١٤ زمرى ٩٥): د حقاني شبکې پر وړاندې د جدي اقداماتو نه کولو په غبرګون کې امريکا له پاکستان سره  کېدونکې ٣٠٠ ميليونه ډالره مرسته ځنډولې ده.

امريکا هر کال د ترهګرۍ پر ضد د نړيوال اتحادي په توګه له پاکستان سره سلګونه ميليونه ډالره مرسته کوله، پاکستان ادعا کوي چې دا مرسته د ترهګرۍ پر ضد روانه مبارزه کې مصرفوي.

خو په دې وروستيو کې امريکايي وکيلانو او سناتورانو پر حکومت فشار راوړى و چې له پاکستان سره دغه مرستې حقاني ډلې او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې له جدي اقداماتو سره مشروطې کړې.

په واشنګټن کې د امريکا د دفاع  وزارت (پنټاګان) وياند اېډم سټمپ د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دفاع وزير اشټون کارټر پاکستان ته د ٣٠٠ ميليونه ډالرو مرستې ورکولو په موخه د سند له ورکولو څخه انکار کړى دى.

د هغه په وينا، د دفاع وزير تر انکار وروسته پاکستان ته ياده مرسته نه شي ورکول کېداى، خو له يادو يو ميليارد ډالرو څخه يې ٧٠٠ ميليونه ډالره تر اوسه ترلاسه کړي دي.

د يادونې ده، امريکا په خپله کلنۍ بوديجه کې د پاکستان لپاره هر کال يو ميليارد ډالر ځانګړي کوي، خو دا ځل له دې پيسو څخه يې ٣٠٠ ميليونه ډالره مشروطه شوې وه.

د پاکستاني چارو يوه امريکايي کارپوه ليزا کورټيز وايي چې د دفاع وزير له دې پرېکړې سره به پاکستان پر دې پوه شوى وي چې دوى د حقاني شبکې پر ضد د جدي اقداماتو په نه کولو سره تېروتنه کړې ده.

د دفاع وزارت دا هم ويلي، دا بايد له ياده ونه ايستل شي چې د ترهګرو پر ضد د پاکستان پوځ لاسته راوړنې او ځيني اقدامات يې کړي دي.

خو سټمپ زياته کړې چې د حقاني ډله او نور افغان طالبان د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې اوس هم فعاليتونه کوي.

بلخوا په واشنګټن کې د پاکستان د سفارت وياند نديم هوټيانه ويلي چې هېواد به يې د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي.

ويل کېږي چې له دې پرېکړې سره به د واشنګټن او اسلام اباد اړيکې نورې هم خرابې شي، په داسې حال کې چې د امريکا له خوا پاکستان ته د اېف ١٦ جنګي الوتکو له نه ورکولو سره يې اړيکې له پخوا څخه ترينګلې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement