د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د لوړ خطر سره مخ په سیمو کې ۵،۶ میلیونه ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین کیږي

د لوړ خطر سره مخ په سیمو کې ۵،۶ میلیونه ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین کیږي

Feb 26, 2017 - 14:14

 

کابل، د ۱۳۹۵ کال دکب ۸مه: عامې روغتیا وزارت د یونیسف ادارې او د روغتیا نړیوالې ادارې په مالي او تخنیکي مرسته صبا د ۲۰۱۷ کال معافیت ورکونې کمپاین دویم پړاو په لاره اچوي چې په ترڅ کې ۵،۶ میلیونه ماشومان د لوړ خطر سره مخ په سیمو کې د پولیو پر وړاندې واکسین کیږي. دغه کمپاین د کابل ښار په شمول، د سویلي او سویل-ختیځ زونونو په ټولو ولایتونو کې، د سويلي زون په اکثره ولسواليو کې او په ټولو هغو ولسواليو کې چې د پولیو د سرایت دلوړ خطر د لرو په توګه پیژندل شوي، پلي کیږي.

ددې درې ورځیني کمپاین په بهیر کې، څه باندې ۳۶ زره د پولیو کارکوونکي په خپلو استوګنیزه سیمو کې کور په کور ګرځي ترڅو ماشومان واکسین کړي. د جمعې په ورځ د واکسین ټیمونه له هغو کورنیو څخه بیا کتنه کوي کوم چې ماشومان یې د کمپاین په لومړیو ورځو کې د واکسین څخه پاتې شوي وي او واکسیناتوران بیاځلي د دغو کورنیو څخه ددې لپاره لیدنه کوي ترڅو ډاډه شي چې ټول ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین او وقایه شي.

د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت دعامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز وویل: پولیو د دایمي معیوبت او آن د مړيني لامل کیږي، دغه معیوب ماشوم د تل لپاره بې وسه او د کورنۍ مرستې ته به اړ وي او په راتلونکي کې به آن خپل عبادت او ديني اوامر په سمه توګه نشي ترسره کولای.

ډاکټر فیروز زیاته کړه: ماشومان حق لري چې په سالمه او روغمنه توګه لوی شي او دا زمونږ ټولو مسئولیت دی چې د واکسیناسیون په هر کمپاین کې د پنځو کالو کم عمره ماشومانو لپاره د پولیو واکسين د دوو څاڅکو ورکول یقیني کړو. په عالم د اسبابو کې ټولو ماشومانو ته دغه ډول  ژوند ژغورنکي واکسین تطبیق، یوازنۍ لار ده چې کولای شو د پولیو ټغر له هیواده د تل لپاره ټول کړو.    

د پولیو واکسین خوندي دی، آن ویده، ناروغ او نوي زېږېدلي ماشومانو لپاره کوم جانبي عوارض نلري.  د پولیو واکسین همداراز دټول افغانستان او نړۍ دیني عالمانو له خوا تائید شوی دی.

افغانستان، پاکستان او نایجریا په نړۍ کې یوازې هغه درې هیوادونه دي چې تردې مهاله پولیو ویروس په کې سرایت لري. له ۲۰۱۷ کال له پیل څخه په هیواد کې ۲ پيښې رامنځته شوي چې یوه یې په کندهار او بله یې په هلمند کې ثبت شوې ده. په ۲۰۱۶ کال کې د پولیو ټول ټال ۱۳  مثبتې پيښې په هیواد کې ثبت شوې وې چې شمیر یې د ۲۰۱۵ کال د ۲۰ پيښو څخه را ټيټ شوی دی. د افغانستان ګڼ شمیر سیمې د پولیو څخه پاکې شوي دي، او یوازې د ختیځ، سويلي او دسویل-ختيځ په ځينو مشخصه سیمو کې متمرکز شوي دي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره:

ډاکټر میوند احمدزی، د هیواد د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مسئول، maiwand.aa@gmail.com ؛ +93 79 926 2724

محمد اسماعیل کاووسی، دعامه اړیکو دفتر مسئول؛ mi_kawusi@yahoo.com ؛ +93 79 288 8855

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement