د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار هوايي ډګر د پنځو وژل شوو ښځینه کارکوونکو له کورنیو سره مرسته وشوه

د کندهار هوايي ډګر د پنځو وژل شوو ښځینه کارکوونکو له کورنیو سره مرسته وشوه

Apr 03, 2017 - 18:59

کندهار ښار(پژواک،١٤ورى٩٦): د کندهار هوايي ډګر د هغو پنځو ښځینه کارکوونکو له کورنیو سره ۷۳ زره ډالر مرسته وشوه چې څو میاشتې وړاندې د وسله والو په برید کې ووژل شوې.

دغه مېرمنې چې د کندهار هوايي ډګر په ملکي ترمینل کې یې د تالاشۍ دنده پر غاړه لرله، تېر کال د لېندۍ په ۲۷مه خپلو دندو ته پر لاره وې چې د کندهار ښار اړوند د ۴مې امنیتي حوزې په ساحه کې یې د سورلۍ تونس موټر د دوو وسله والو له خوا ودرول شو او ډزې ورباندې وشوې.

په دغه برید کې د نجلا نیاز، شفیقې رسولي، شیما جعفري، اصیلې او فریدې په نومونو پنځه مېرمنې او د هغوی موټر چلوونکی ولي محمد ځای پر ځای ووژل شول.

نن د وري په ۱۴مه د یاد شوو مېرمنو له کورنیو سره د هوايي چلند د وزارت له خوا نغدي مرسته وشوه چې د کندهار ولایت د مرستیال عبدالحنان منیب له خوا ورکړل شوه.

منیب پژواک خبري اژانس ته وویل، د هرې وژل شوې مېرمنې کورنۍ ته ۱۴ زره ډالر او د وژل شوي موټر چلوونکي کورنۍ ته ۳ زره ډالر ورکړل شول.

هغه زیاته کړه، دغه مرسته د هېواد د هوايي چلند وزارت له خوا شوې چې نن یې د قربانیانو کورنیو ته وسپارلې.

نوموړي یادونه وکړه چې یادو شوو مېرمنو هېواد ته د خدمت په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او د هغوی خدمات به هېر نه شي.

د وژل شوو مېرمنو د کورنیو غړو له اړوند وزارت څخه مننه وکړه چې له دوی سره یې مرسته وکړه.

خو ویل  يې چې دوی په دې تمه دي چې وژونکي به پېژندل کېږي او له قانون سره سم به محاکمه کېږي.

د نجلا په نوم د وژل شوې مېرمنې- چې خاوند او څلور تنکي اولادونه یې تر شا پرېښودل- خور  يې ګلالۍ پژواک ته وویل، نجلا د کندهار د زرغونې انا له لیسې فارغه شوې وه، وروسته یې د قابلګي په برخه کې زده کړې بشپړې کړې وې، خو د ډېر غربت له امله اړه شوې وه د کندهار هوايي ډګر په ملکي ترمینل کې د ښځینه مسافرینو د تالاشي په برخه کې دنده تر سره کړي.

دا وايي، نجلا دې سخت کار ته چې هره ورځ به سهار وختي خپلې دندې ته تلله  یوازې د خپلو اولادونو په خاطر اوږه ورکړې وه، د هغې لوی ارمان دا و چې اولادونه یې په تن پټ، په خېټه ماړه وي او په ښه توګه زده کړې وکړای شي.

خو د دې په خبره، د خور دا هیلې یې ټولې نیمه خوا شوې او ظالمانو ژوند ورڅخه واخیست.

نوموړې د هوايي چلند له وزارت څخه مننه وکړه چې د دوی لاسنیوي وکړ.

خو دا وايي، د وژل شوو مېرمنو د کورنیو هيله دا ده چې امنیتي ځواکونه قاتلان ونیسي، قانون ته یې وسپاري او داسې سخته سزا ورکړي چې بیا څوک هم پر ښځینه وو ان د لاس پورته کولو جرات و نه کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement