د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مشرانو جرګې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پر ضد د شکايت ثبتولو غوښتنه وکړه

مشرانو جرګې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پر ضد د شکايت ثبتولو غوښتنه وکړه

May 07, 2017 - 17:12

کابل (پژواک، ١٧ غويى ٩٦): د مشرانو جرګې غړو، د ډيورنډ فرضي کرښې له هاخوا د پاکستاني ځواکونو له لوري د کندهار پر يو شمېر سيمو ترسره کړي بريدونه غندلي او په دې اړه يې د يوې پرېکړې نيولو په موخه د لويې مشورتي جرګې را غوښتلو او په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پر ضد د شکايت ثبتولو غوښتنه کړې ده.

د کندهار امنيې قوماندانۍ ويلي، د جمعې ورځې سهار مهال پاکستاني سرتېرو د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ په لقمان سيمه کې د افغانستان د سرحدي ځواکونو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل؛ ځکه چې افغان امنيتي ځواکونو پاکستاني ځواکونو ته په دې سيمه کې د نفوس شمېرنې اجازه نه ده ورکړې.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، له بريد وروسته افغان ملي سرتېرو هم غبرګون ښودلى چې له هغه وروسته جګړې ١٢ ساعته دوام وموند. په ياد بريد کې څلور امنيتي سرتېري او يو ملکي وګړی وژل شوي او د ٣٢ ملکيانو او ١٤ سرتېرو په ګډون ٤٦ کسان ټپيان شوي دي.

دغه سرچينه زياتوي، په ياده نښته کې ٩ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ٤٠ نور ټپيان شوي دي.

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې په دې اړه خبرې اترې وشوې.

د مشرانو جرګې غړي رحمت الله اڅکزي د پاکستاني ځواکونو ياد بريد وغانده او ويې ويل: "افغان دولت او خلک د پاکستان په اړه بايد يو غوڅ ګام پورته کړي؛ ځکه دا لومړى ځل نه دى چې پاکستان د افغانستان پر خاوره بريد کوي."

نوموړي د لويې عنعوي جرګې د ترسره کولو غوښتنه وکړه او ويې ويل، عنعنوي لويه جرګه د پاکستان په اړه د افغانانو دريځ په ډاګه کوي.

په ياده جرګه کې د هلمند استازي شېرمحمد اخندزاده هم د عنعنوي لويې جرګې د ترسره کولو غوښتنه وکړه او ويې ويل: "عنعنوي لويه جرګه کولى شي چې د پاکستان د يرغل او له امريکا سره د افغانستان د امنيتي هوکړه ليک په اړه د افغان دولت او خلکو دريځ معلوم کړي."

د يادې جرګې يوې بلې غړې نجيبې حسيني له حکومته وغوښتل چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د پاکستان پر وړاندې شکايت ثبت کړي، څو ياد هېواد د افغانستان پر خاوره له يرغل کولو ډډه وکړي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار د افغانستان پر خاوره د پاکستان بريد وغانده او د ياد بريد په اړه يې د هېواد د امنيتي ځواکونو غبرګون وستايه.

مسلميار هم د ملګرو ملتونو په سازمان کې د پاکستان د چلند په اړه د شکايت ثبتولو غوښتنه وکړه او د هېواد د بهرنيو چارو له وزارت يې په دې اړه د ژر تر ژره ګام پورته کولو غوښتنه وکړه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement