د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عبدالله: له هېواده په دفاع کې د حکومت پر عزم او اراده بايد شک نه وي

عبدالله: له هېواده په دفاع کې د حکومت پر عزم او اراده بايد شک نه وي

May 13, 2017 - 15:22

فيض اباد (پژواک، ٢٣ غويى ٩٦): د حکومت اجرائيه مشر ډاکتر عبدالله عبدالله چې بدخشان ولايت ته تللى، وايي چې حکومت به د هېواد ګوټ ګوټ په ځانګړې توګه د دغه ولايت د امنيت په خونديتوب کې هېڅ راز ناغېړې ونه کړي.

هغه چې  په بهارک ولسوالۍ کې يې يوې غونډې ته  خبرې کولې، وويل چې افغانستان له څلورو خواوو له نړيوال تروريزم سره مخ دى او نړيوالې ترهګرۍ تر ډېره بدخشان ته مخه کړې ده.

خو نوموړي زياته کړه چې افغان حکومت د ترهګرۍ ځپلو او امنيت خونديتوب لپاره قوي اراده لري او له هېواده د دفاع په برخه کې د حکومت اراده او عزم کې بايد شک او ترديد شتون ونه لري.

ډاکتر عبدالله عبدالله د خپلو خبرو په دوام وويل چې حکومت له ټولو شته امکاناتو د سولې په ټينګښت کې کار واخلي او د ملي دفاع وزارت لوى درستيز د بدخشان امنيتي وضعيت ارزوي او د امنيت خونديتوب لپاره يې خپله طرحه حکومت ته وړاندې کوي چې پر بنسټ به يې اړين ګامونه واخيستل شي.

خو نوموړي وويل چې حکومت له خلکو غواړي څو د هېواد امنيت ټينګښت په برخه کې له خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي څو امنيتي وضعيت سم شي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت اجرايي مشر بدخشان ولايت ته په سفر کې د بهارک- اشکاشم  لويې لارې د جوړولو کار پرانيست.

د فوايد عامې وزير محمود بليغ وايي چې د بهارک- اشکاشم د لویې لارې جوړونې چارې به چې ١٠٨ کيلومتره واټن لري، په څلورو کلونو کې ترسره شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement