د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

وانګ یي: پاکستان دې طالبان او حقاني شبکه کنټرول کړي

وانګ یي: پاکستان دې طالبان او حقاني شبکه کنټرول کړي

Jun 25, 2017 - 11:09

کابل (پژواک، ۴ سرطان ۹۶): د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي چې پاکستان باید له خپل نفوذ او اغېز څخه په استفادې د طالبانو د ترهګریزو کړنو مخه ونیسي او هم دې حقاني شبکه کنټرول کړي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې پرون له غرمې مخکې په ارګ کې د افغانستان له ولسمشر محمداشرف غني سره په لیدنه کې کړې دي.

خبرپاڼه کې کاږي چې په پیل کې ولسمشر غني د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب د چین د بهرنیو چارو وزیر ته په چین کې د ځمکې ښویېدنې له امله د یاد هېواد خلکو ته د اوښتو تلفاتو له امله ډاډ ورکړ او افغانستان ته یې د نوموړي سفر ګټور وباله.

د سرچینې په خبره، ولسمشر غني له افغانستان سره د چین له همکاریو د مننې تر څنګ وویل، چین نه یوازې د افغانستان ښه ګاونډی، بلکې زموږ مهم سیمه ییز شریک هم دی. هغه همدارنګه په پلازمېنه استانه کې د چین له ولسمشر سره کتنه ګټوره او ارزښتمنه وبلله.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د یاد هېواد د ولسمشر نیکې هیلې غني ته ورسولې او همدارنګه یې د ولسمشر غني له ډاډګېرنې مننه وکړه.

هغه زیاته کړه، په پلازمېنه استانه کې ستاسو او د چین د ولسمشر د کتنې او موافقې پر اساس زه نن افغانستان ته راغلی یم.

ښاغلي وانګ يي وویل، چین او افغانستان دوه تاریخي ملګري دي او موږ به د افغانستان د سولې او ثبات د تامین په برخه کې همکاري وکړو.

هغه څرګنده کړه: ((زما د راتګ موخه په افغانستان او پاکستان د خپلو شرایطو منل نه دي، بلکې موږ ته د سیمې ملګرتیا مهمه ده او غواړو چې له افغانستان سره په دې سختو شرایطو کې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې مرسته وکړو.))

نوموړي وویل، افغانستان د نړیوالو ترهګرو ډلو تر برید لاندې دی، نو له دې امله باید د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې شي او چین چمتو دی چې د حل د عملي تګلارې رامنځته کولو لپاره له افغانستان سره همکاري وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په ستونزمنو شرایطو کې د ولسمشر غني هڅې او ښه رهبري د قدر وړ وبلل او زیاته یې کړه، دوی وینې چې افغانستان پرمختګ کوي او چین د تاریخي دوست په توګه د افغانستان تر څنګ دی.

هغه زیاته کړه، چین به په سیمه کې د څو اړخیز روابطو د پیاوړتیا په موخه د دې ملاتړ وکړي.

هغه وویل، هېواد به یې سږ کال په افغانستان کې د مسکن جوړولو کار عملاً پیل کړي او د همکاریو د نوي پروګرام د پیل له مخې به په راتلونکو درېیو کلونو کې له افغانستان سره د چین همکارۍ زیاتې شي.

وانګ يي وايي، د افغانستان حکومت دې د ATIMتروریستي ډلې پر ضد چې د چین لپاره جدي تهدید دی، همکاري وکړي.

نوموړي همدارنګه د کابل پروسې کنفرانس څخه د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړ.

د چين د بهرنیو چارو وزیر وویل، چین د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي او د هېواد د پرمختګ لپاره یې د سولې تامین مهم وباله،

هغه زیاته کړه: ((افغانستان پر تروریستي ګروپونو د فشار تر څنګ د افغان وسله والو ډلو لپاره د سولې لاره هم پرانیستې او موږ د دوی د دغه اقدام ستاینه او ملاتړ کوو.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په استانه کې د ولسمشر غني او لومړي وزیر نوازشریف تر منځ د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي او د ترهګرو پر ضد د جدي مبارزې په اړه د هوکړې هرکلی وکړ او وې ویل، موږ تیار یو چې د دواړو هېوادونو د اړیکو په ښه والي کې همکاري وکړو.

هغه څرګنده کړه، د ولسمشر غني او لومړي وزیر نوازشریف دغه کتنه او موافقه به د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي، د تروریزم پر ضد د مبارزې او په دې برخه کې د نورو پرمختګونو لپاره یو اساس وي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل، افغانستان او پاکستان ګډ دین، فرهنګ او نور مشترکات لري چې دا د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي لپاره ګټور دي.

هغه زیاته کړه، باثبات افغانستان د سیمې د ثبات لپاره ګټور دی.

نوموړي وویل، پاکستان ته په خپل ننني سفر کې به د یاد هېواد له چارواکو وغواړي چې له افغانستان سره د اړیکو په برخه کې نور هم خپل ښه نېت څرګند او همدارنګه طالبان او حقاني شبکه کنټرول کړي چې په افغانستان کې په ملکي خلکو بریدونه ونه کړي.

هغه زیاته کړه، پاکستان پر طالبانو خپل اغېز لري او له دوی به وغواړي چې له دغه اغېز څخه کار واخلي، پاکستان په دې برخه کې تیاری ښودلی او موږ به ورنه د عمل غوښتنه وکړو.

دغه راز ولسمشر غني وویل، موږ د پاکستان په ګډون له ټولو ګاونډیانو او د سیمې له هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو.

هغه زیاته کړه، په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د اسیایي هېوادونو تر منځ د همکارۍ یو ښه فرصت برابر شوی دی او چین هم په دې برخه کې ښه ګامونه اخیستي دي.

 ولسمشر غني وايي، افغانستان د چین په ګډون د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په برخه کې ښه پرمختګ او لاسته راوړنې لري.

هغه زیاته کړه، همدارنګه به بدخشان کې د خاص اقتصادي زون د جوړولو لپاره له چین سره په ګډه اقتصادي طرحه برابره کړي.

محمد اشرف غني وویل، د ATIMتروریستي شبکې پر ضد موږ په افغانستان کې خپل اقدامات کړي دي، مګر د چین په ګډون نور هېوادونه باید افغانستان ته د دې او نورو تروریستي شبکو د راتګ په مخنیوي کې همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه، ATIM او نورې تروریستي ډلې یو له بل سره اړیکې لري او یو د بل ملاتړ کوي، نو له دې امله باید د دوی تر منځ د ښه او بد تفکیک ونه شي، بلکې د ټولو تروریستي ګروپونو پر ضد دې جدي اقدام وشي.

د هېواد ولسمشر زیاته کړه، تروریستي ډلې او ګروپونه په پاکستان کې دفترونه او پټنځایونه لري، هلته یې ملاتړ او د ټپیانو درملنه کېږي، نو پاکستان باید لکه څنګه چې ژمنه کړې ده، د هغو پر وړاندې جدي او قاطع عمل وکړي.

هغه زیاته کړه، پاکستان کولای شي چې د هغوی د دفترونو، ازاد فعالیت او تګ راتګ مخه ونیسي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement