د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغان ښځو شبکی: د هیواد وړاو په کارپوه ښځو په وړاندي تخریبي کمپاین بند کړی!

د افغان ښځو شبکی: د هیواد وړاو په کارپوه ښځو په وړاندي تخریبي کمپاین بند کړی!

Jul 26, 2017 - 21:58

د افغانستان ښځی په هیواد کی د مبارزی یو اوږد سفر طی کوی ، او مونږ د افغانستان حکومت نه مننه کوو نویواځی داچی د کابنی په لوړپوړو څوکیو باندی یی ښځی ګمارلی دي بلکه په بهرنی خدماتی برخه کی یی هم ښځو مقرری کړی دی لکه سفیرانی ، کونسلرانی او لوړپوړی ډیپلوماټانی. مونږ له دولت نه غواړو چی ددی ښځو په دفترونو کی د اصلاحاتو راوستولو په برخه کی ددوی ملاتړ وکړي ترڅو په بهرنیو هیوادونو کی د کوربه او محلی ټولنی لپاره د روڼتیا او ښو اړیکو د چوپړتیا جوګه شی . په ډیری خواشینی سره مونږ له ډیره وخته د هیواد د پیژندل شویو او په کار پوه ښځو په وړاندی د تخربی او پارونکو کمپاینونو شاهدان یووه مونږ د طلوع او یک تلویزونونو راپورو ته په پام سره ، چی یو بی بنسټه معلومات یی د اغلی شینکی کړوخیل د دندی د صلاحیتونو د ځنډولو په اړه یی خپاره کړی ترڅیړنی لاندی و نیولی چی دا معلومات نه یواځی داچی د بهرنیو چارو وزارت له خوا د منلو وړهم نه دی بلکی ناسم هم بلل شوی دی . اغلی کړوخیل یوه تکړه سیاستمداره او د ښځو د خقونو مدافع ښځه ده چی د ولسی جرګی په دوه دورو کی یی د خلکو د رایو پراخ ملاتړ او د ټولټاکنو اعتبار د ځان سره درلود. مونږ د نوموړو تلویزونونو راپورونه د رسنیزو اخلاقو خلاف بولو او متوازن ،خپلواک او حساس راپور یی نه شو بللی افغان ښځو خپله وړتیا، اداره او مسلکیتوب په خپلو دندو کی ښودلی دی، تل د ښځومشرانو، د ښځو اتلو کارکونکو د هیواد د پرمختیا اود ښځو د هوساینی لپاره کار کړی دی چی تل تعصبی او ناوړو راپورونو له امله غلط تعبر شوی دی ، د افغان ښځو شبکی لا دمخه د طلوع او نورو اړونده رسنیزو چنلونو ته خبر ورکړی ترڅو رسنیز اخلاق په پام کی ونسی اوپه افغانستان کی د ښځو کاری حساسیت ته پاملرنه وکړی. مونږ یو ځل بیا په ټولو رسنیو غږ کووه چی د شځو د مشرانو وقار په پام کی ونسی په ځانګړی توګه د خاصو راپورونو جوړونی په برخه کی دی لومړی پوره څیړنه تر سره کړی ، بلخوصوص هغه راپورونه چی د کورنی تاوتریخوالی ، جنسیتی ځورونو او نور د فساد نه ډکو کړنو جرم بلل کیږی پوره پاملرنه وکړی . موږ د افغانستان له حکومت نه د ښځو په اړه د مسلکی کاری چاپریال ټیم چی په ملی احساس ولاړ وی جوړول غواړو نه داچی د شخصی مسلکی دندی پرمختیا پر بنسټ چی د ښځو په وړاندی په دفترونو او پهر او یا نور ملکی خدمت ځایونو کی دسیسی جوړکړی. دغه رنګه دسیسی کوم چی موخی یی د ښځو مخنیوی او اغزمند کول دی به په کلکه وڅیړل شی او مرتکبین به یی سخته سزا ووینی ترڅو په راتلونکی کی د نوموړو دسیسو ترکرار مخه ونیول شی .

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement