د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چارواکي په لوګر کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

چارواکي په لوګر کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

Aug 01, 2017 - 15:12

پل علم (پژواک، ١٠ زمرى ٩٦): د لوګر حکومتي چارواکي وايي چې په مرکز او دوو ولسواليو کې ٢٠ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د زمري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مرکز پل علم په پورک، د بره کي برک ولسوالۍ په بره کي راجان او د خوښۍ ولسوالۍ پر لويه لار پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

ده زياته کړه: ((طالبانو غوښتل چې پوستې ونيسي خو هدف ته له رسېدو وړاندې څه ووژل شول او څه ټپيان شول.))

دغه راز د لوګر د والي وياند سليم صالح هم دغه جګړې او مرګ ژوبله تاييد کړه خو ويې ويل چې په دې جګړو کې امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د لوګر د مرکز پورک سيمې اوسېدونکي نيازالله پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په سيمه کې دوه ساعته جګړه وه.

هغه وويل چې جګړې مرګ ژوبله درلوده خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله وال طالبان هم دغه جګړې تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دې جګړو کې طالبانو ته نه، بلکې امنيتي سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم د لوګر چارواکيو په دې ولايت کې د ٣٧ طالبانو د مرګ ژوبلې ادعا کړې وه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement