د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د مرستو د مديريت ډيجيټلي سيستم فعاله شو

ننګرهار کې د مرستو د مديريت ډيجيټلي سيستم فعاله شو

Aug 02, 2017 - 16:21

جلال اباد(پژواک،۱۱زمری۹۶): په ننګرهار ولايت کې د خوړو د نړيوال سازمان ( WFP )له لوري د مرستو د مديريت ډيجيټلي سيستم فعاله شو چې مستحقو خلکو ته د مرستو په رسېدو کې روڼتيا رامنځته کړي.

چارواکي هيله مند دي، د دغه سيستم په فعاليت سره به چې د زمري په ۱۱مه يې پرانيسته وشوه، د مرستو د وېش په لړۍ کې ټول شکايتونو ته د پای ټکی کېږدي او د درغلۍ مخنيوی به وکړي.

د ننګرهار د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي د دغه سيستم د پرانيستې پرمهال وويل چې دا سيستم به هم اړمن کسان مشخص او منظم کړي او هم به د درغلۍ مخه ونيسي.

دی وايي، د ياد سيستم په فعاليت سره به په راتلونکو شپږو مياشتو کې ۱۱ زره کورنيو ته د شپږو مياشتو لپاره مرستې ورکړل شي.

هغه وويل: ((هرې کورنۍ ته به په شپږو مياشتو کې هره مياشت شپږ زره افغانۍ ورکول کېږي. دا به ورسره د خوړو په برخه کې ښه مرسته وکړي؛ خوښه يې خپله ده چې هر ډول خوراکي توکي پرې اخلي.))

په افغانستان کې د WFP مرستيالې ناووکو فوکوناګا وويل، دا پروګرام په درېيو ولايتونو کې پلان شوی او پيل يې هم له ننګرهاره وشو، چې د دغه ولايت د بهسودو ولسوالۍ اړوند ۴۰۰ کورنيو سره به مرسته وشي.

نوموړې وويل، تر ننګرهار وروسته به دا پروسه په کندهار کې پيل شي او هلته به له زرو کورنيو او تر کندهار وروسته  بيا کابل کې پيل او هلته به تر اوو زرو اړمنو کورنيو سره مرسته شي.

د غونډې په پاى کې ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، دا ګام ځکه مهم دی چې اوسمهال کډوالو سره د مرستو له بهير شکایتونه موجود دي او نیوکې دا دي چې مرستې د مستحقو خلکو پرځای غير مستحقو سره کېږي.

هغه زياته کړه، دغه سيستم به د يادو ستونزو مخه ونيسي او هم به دا زمينه برابره کړي چې د نورو موسساتو مرستې هم حقدارو او اصلي اړمنو ته ورسوي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement