د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

محب: له امنیت شورا سره په ګډه د ترهګرو د ملاتړ کوونکو هېوادونو اسناد څېړو

محب: له امنیت شورا سره په ګډه د ترهګرو د ملاتړ کوونکو هېوادونو اسناد څېړو

Aug 03, 2017 - 15:12

واشنګټن (پژواک، ١٢ زمرى ٩٦): افغانستان د ملګرو ملتونو له امنيت شورا سره پر دې کار کوي، څو ټولو غړو ته د هغو ګاونډيو هېوادونو په اړه اسناد او شواهد وړاندې کړي چې د ترهګرو مالي ملاتړ کوي.

دغه څرګندونې په واشنګټن کې د افغانستان سفير ډاکټر حمدالله محب له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

هغه زياته کړې، هغه هېوادونه بايد تاديبي مجازات شي چې د دولت له دايرې بهر ځينې وسله والې ډلې او ترهګر  د بهرنۍ تګلارې د يوې وسلې په توګه کاروي.

نوموړي د کوم هېواد نوم نه دى اخيستى، خو زياته کړې یې ده چې مشرانو يې ډېرى مهال ويلي چې پاکستان تورنوي، له ترهګرو او وسله والو ډلو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

محب وویل: ((که چېرې د دې ډول هېوادونو پر وړاندې اقدامات ونه شي؛ نو لرې نه ده چې نور هېوادونه هم پر دغه کار لاس پورې کړي.))

د افغانستان سفير زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو له امنيت شورا سره پر دې کار کوي، څو د دې شورا ټولو غړو  ته د افغانستان د هغو ګاونډيو هېوادونو په اړه اسناد او شواهد وړاندې کړي چې د ترهګرو مالي ملاتړ کوي.

ته زياته کړې: ((موږ تل پاکستان ته ويلي چې د ترهګرو له مالي ملاتړه ګټه ترلاسه کوي، هغوى به حتماً په دې اړه څه دليل لري، خو په ښکاره ټکو موږ ته ځواب نه راکوي.))

ډاکتر محب وايي چې ترهګري د هېچا په ګټه نه ده، هغه هېوادونه چې له ترهګرۍ د يوې وسيلې په توګه کار اخلي، تېروتنه کوي.

هغه زياته کړې، په افغانستان له ترسره شوو وروستيو ترهګريزو بريدونو څخه په ډاګه شوه چې ترهګر له خپلې اجنډا پرته هېڅ شي ته وفادار نه دي.

د محب په وينا، ترهګر مسلکي وګړي، عبادتځايونه او عام افغانان په هره سيمه کې په نښه کوي.

د افغانستان سفير وايي، کوم هېوادونه چې پر دې ډول ترهګرو پانګونه کوي، پانګونه یې بېځایه ده. 

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement