د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هوايي بريد کې د داعش د زندانونو مسوول ووژل شو

هوايي بريد کې د داعش د زندانونو مسوول ووژل شو

Aug 06, 2017 - 17:17

اسعد اباد (پژواک، ١٥ زمرى ٩٦) : د کونړ چارواکي وايي چې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې  بريد کې د داعش درې کسان وژل شوي دي.

د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د زمري په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د  بې پيلوټه الوتکې دا بريد تېره شپه د چپې درې ولسوالۍ د ايګل په سيمه کې شوى دى.

سرچينې زياته کړې، په دې بريد کې د داعش درې وسله وال وژل شوي چې د عبدالمجيد په نامه   د دې ولايت لپاره  د زندانونو مسوول  يې هم په کې شامل  دى.

امنيه قوماندان وايي، په دې عملياتو کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې تر  ننګرهار  وروسته په دې وروستيو کې په کونړ کې هم د داعش پر ضد هوايي بريدونه زيات شوي دي.

تېره مياشت د داعش د خراسان مشر ابو سعيد هم په کونړ کې د هوايي بريد پر مهال وژل شوى و.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement