د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

دولتي ځواکونو په جوزجان او بدخشان کې له څو کليو څخه طالبان ايستلي دي

دولتي ځواکونو په جوزجان او بدخشان کې له څو کليو څخه طالبان ايستلي دي

Aug 08, 2017 - 20:11

شبرغان، فيض اباد (پژواک،١٧زمرى٩٦): ځايي چارواکي وايي چې د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه اتو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې او په بدخشان کې له ٢٠ ډېر کلي له وسله والو مخالفينو څخه پاک شوي دي.

د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري وايي چې تېره شپه امنيني ځواکونو په يوه تعرضي بريد کې د کمک عمراخان کلى د دولت د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک کړ او نښتې تر نيمې شپې پورې دوام درلود چې له امله يې درې وسله وال مخالفين وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

ده زياته کړه، په دغې نښته کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او اوس د دواړو لوريو ترمنځ جګړه پاى ته رسېدلې ده.

په ورته وخت کې د امنيتي ځواکونو يو مسوول چې نه غواړي نوم يې په ډاګه شي، وايي چې تېره شپه امنيتي ځواکونه د وسله والو مخالفينو پر وړاندې ډېر ښه وجنګېدل، خو ولسي پاڅون کوونکي د جګړې له سيمې څخه وتښتېدل او ورپسې کوماندو ځواکونو هم خپل سنګرونه خوشي کړل او مخالفين بېرته کلي ته داخل شول.

هغه دې ټکي ته هم اشاره وکړه، يو هاموې ټانک چې ماشين يې د راکټ لګېدو له امله خراب شوى و، د جګړې په سيمه کې پاتې شو او د معلوماتو له مخې، وسله والو مخالفينو هڅه وکړه چې دغه ټانک د تراکتور په وسيله ولېږدوي، خو پر وړلو يې بريالي شوي نه دي او ټانک اوس هم په کلي کې دى.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه ليکلي پيغام کې د تېرې شپې په جګړه کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتل رد کړي او ويلي يې دي چې تېره شپه دولتي ځواکونه د جګړې له سيمې څخه تښتېدلي او يو ټانک هم ترې پاتې دى.

مجاهد په خپل پيغام کې دولتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اوړېدو ادعا کړې، خو په دې اړه يې دقيق شمېر نه  دى وړاندې کړى.

په ورته وخت کې د بدخشان امنيتي چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو د ګډو عملياتو په پايله کې د بدخشان د تګاب ولسوالۍ د خمبک سيمې ٢٠ کلي د دولت د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک شوي دي.

د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ د رسنيو مسوول احمد زاهد عمري پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد شوي کلي د امنيتي ځواکونو د دوه ورځنيو عملياتو په ترڅ کې پاک کړى شوي او د يادې ولسوالۍ په ګوري سيمه کې اوس هم عمليات روان دي.

هغه وايي چې د عملياتو په ترڅ کې ددولت د وسله والو مخالفينو له خوا د امنيتي ځواکونو يو ټانک سوځول شوى دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement