د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عبدالله: خلک د اطلاعاتو اصلي مالکان دي

عبدالله: خلک د اطلاعاتو اصلي مالکان دي

Aug 13, 2017 - 18:38

کابل (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٦): د حکومت اجراييه رييس، اطلاعاتو ته لاسرسى د هر هېوادوال حق بولي او وايي چې په مرکز کې د ولايتونو په پرتله اطلاعاتو ته د لاسرسي زمينه يوڅه ښه ده، خو بيا هم په ډېرى ولايتونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي اړتيا او اهميت نه دى درک شوى.

د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، نن د حکومت د رسنيو په مرکز کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د ملي ستراتېژۍ د پېژندنې په مراسمو کې وويل چې خلک د اطلاعاتو اصلي مالکان دي او حکومت يې د ساتنې مسووليت لري، خو د پټولو حق يې نه لري.

هغه زياته کړه، په هغه هېواد کې چې اداري فساد په کې اوج ته رسېدلى وي او د خلکو د ژوند په ټولو ډګرونو کې احساسيږي؛ نو بايد اطلاعاتو ته لاسرسى په کې لومړيتوب ولري.

نوموړي، اطلاعاتو ته د خلکو پر نه لاسرسي اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل: "په مرکز کې شايد اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعيت نسبتاً وي، خو په ولايتونو کې کېداى شي تر اوسه د ملکي او امنيتي چارواکو له خوا کومه اړتيا نه وي درک شوې."

 هغه وويل چې د حکومت وياندويان هڅه کوي خلکو ته په غوره ډول اطلاعات ورسوي، خو ځينې وختونه د چارواکو په غوښتنه خلکو ته ناقص معلومات ورکول کېږي چې بيا دا ډول ناقص معلومات د حکومت او دولتي ادارو په اړه د خلکو باور ته زيان اړوي.

 د حکومت اجراييه رييس،اطلاعاتو ته لاسرسى د افغانانو قانوني حق وباله او ويې ويل،   اطلاعاتو ته د لاسرسي چاره بايد خلکو ته اسانه شي، که چېرې خلک اطلاعاتو ته لاسرسى ونه لري؛ د خلکو او دولتي ادارو ترمنځ د واټن رامنځته کېدو لامل کېږي.

 

ياد حکومتي چارواکي، د دې خبرې په څرګندولو سره چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د ټولنې د اړتيا او بشري تجربې له مخې رامنځته شوى، وويل چې دولتي ادارې بايد اطلاعات راټول او د خلکو د غوښتنې پر مهال بايد له خلکو سره شريک شي؛ څو پر دولتي ادارو د دوى باور لا زيات شي.

نوموړي، اطلاعاتو ته د لاسرسي څار کمېسيون خپلواکي هم مهمه وبلله او ويې ويل: "مدني ټولنه او خلک د دې غوښتنه کوي چې کمېسيون بايد بشپړه خپلواکي ولري؛ څو له دولتي ادارو په ښه توګه څارنه وکړاى شي."

خو ډاکټر عبدالله وويل: "له بده مرغه هغه څه چې موږ او د کمېسيون مسوولينو يې په اړه فکر درلود، هغه ډول ونه شول او کمېسيون يې بوديجوي ستونزې درلودې، خو له دوى سره به د اسانتياوو په رامنځته کولو کې همکاره پاتې شو."

عبدالله د دې خبرې په څرګندولو سره چې د څېړنيزو راپورونو خپرولو له دولت سره ډېره همکاري کړې ده او د څېړنيزو راپورنو پر چمتو کولو د ټينګار ترڅنګ يې وويل، چې د دا ډول راپورونو چمتو کولو کې دې  ډېره پاملرنه وشي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي څار کمېسيون مشر سيد اکرام افضلي، په ياد کمېسيون کې د شوو پرمختګونو د يادونې ترڅنګ وويل، د کمېسيون وروستى فعاليت اطلاعاتو ته د لاسرسي ملي ستراتېژۍ چمتو کول دي چې نن په رسمي توګه معرفي شوه.

 هغه وويل: "په نړيواله کچه د مدني ټولنې بنسټونه د رسنيو په همکارۍ د اصلي لوبغاړو په توګه دولت روڼتيا ته کش کړى، دغه بنسټونه د دولتونو د ځواب ورکوونکي رول لوبولو، د اطلاعاتو غوښتنې لپاره د خلکو هڅونې، د اطلاعاتو وړاندې کولو لپاره د عامه ادارو مجبورولو او له وړاندې د ا طلاعاتو چمتو کولو ميکانيزمونو پياوړتيا لپاره د عدالت غوښتنه او مبارزه کړې؛ چې په همدې  بنسټ مدني ټولنه او رسنۍ د حق لرونکو او چارواکو ترمنځ اساسي تړاو دى."

 نوموړي زياته کړه، اطلاعاتو ته د لاسرسي څار کمېسيون له پيل راهيسې هڅه کړې چې د لارښودونو، لايحو او کړنلارو په تصويب او طرح کولو سره په وروستيو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ملي ستراتېژي او اطلاعاتو ته د لاسرسي فرهنګ پياوړى کړي او اطلاعاتو ته د هېواد د اوسېدونکو د اسانه لاسرسي لپاره زمينه برابره کړي.

افضلي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په دولتي ادارو کې د رسنيو د مسوولينو په برخه کې مسلکي او په کارپوه کسان پر دندو وګوماري او د اسنادو مديريت ته بايد پاملرنه وشي، څو خلک هر اړخيزه او کره معلوماتو ته لاسرسى ولري.

 اطلاعاتو ته د لاسر سي کمېسيون غړي او د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل چې په دې ناسته کې يې خبرې کولې، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق قانون پلي کولو کې يې د رسنيو او مدني ټولنې نقش مهم وباله او ويې ويل:((رسنۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي ملي ستراتيژي شريکانې دي، که چېرته کورنۍ رسنۍ او خبريالان  له موږ سره د ستراتيژي پلي کولو کې مرسته وکړي، موږ ډاډمن يو چې هېواد به ثبات ته رسېږي.))

 نوموړي اطلاعاتو ته لاسرسى د خلکو قانوني حق وباله او زياته يې کړه چې دغې موخې ته د       رسېدو لپاره بايد اطلاعاتو ته  د لاسرسي ملي ستراتيژي په يوه ملي بحث بدله شي او د دولتي ادارو په چارواکو فشار راوړي، څو خلکو ته په ښه ډول معلومات وړاندې کړي او اطلاعاتو ته لاسرسى په يوه کلتور بدل شي.

نوموړي زياته کړه:((که چېرته خلک کره اطلاعاتو ته لاسرسى ولري، له رسنيو سره کره معلومات شريک شي، که چېرته خلکو ته کره معلومات ورنه کړل شي، دوى له رسنيو سره ناسم معلومات شريکوي، رسنۍ هم ناسم معلومات خپروي.))

 کړوخېل زياته کړه چې رسنۍ اطلاعاتو ته له نه لاسرسي شکايت کوي، خو که چېرته مسوول په درېيو ورځو کې معلومات ور نه کړي، بايد په کمېسيون کې رسمي شکايت درج او خپل شکايت تر  پايه تعقيب کړي.

دانش د دې ټکي په ويلو سره چې څېړنيز ژورناليزم اطلاعاتو ته اړتيا لري،زياته کړه: (( کله چې يو خبريال د راپور چمتو کولو پرمهال اطلاعاتو ته له نه لاسرسي سره مخ شي، نو  په تړاو يې دى  بايد خبر  جوړ کړي او له دې لارې په اړونده اداره فشار راوړي.))

 د پژواک خبري اژانس مشر له سترې محکمې هم شکايت وکړ او ويې ويل چې دا اداره نه يوازې چې له خبريالانو سره معلومات او اسناد نه شريکوي، بلکې چارواکي يې مرکې ته هم نه حاضرېږي.

نوموړي له خبريالانو او رسنيو وغوښتل چې  کره اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه د سترې محکمې او نورو ادارو د اطلاعاتو قلفونه مات کړي.

 د ډيموکراسي انټرنېشل ډلې مشر جيمس واسسرستن (James Wasserstrom)  هم د اطلاعاتو د ملي ستراتيژي پرانېسته يو ستر ګام وباله او ويې ويل چې د يادې ستراتيژي عملي کېدل به افغانستان د غوره حکومتوالۍ لور ته سوق کړي.

 هغه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د وګړو قانوني حق وباله او ويې ويل چې دا قانون په اروپايي ټولنه کې او د سيمې په کچه تر ټولو غوره قانون دى او خلکو ته اجازه ورکوي چې د خپل حکومت په کړنو خبر شي.

هغه وويل:((که چېرته معلومات خلکو ته ورسېږي، خلک د دولت فعاليت، لګښتونه او په دولتي ادارو کې شته فساد ويني او هغه مهال د غوره حکومتوالۍ تمثيل کېږي.))

 د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزير نصير احمد دراني هم اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي حق مهم وباله او ويې ويل چې اطلاع رسونه په دولتي ادارو او حکومتوالۍ کې روڼتيا رامنځته کوي، خو که چېرې کره اطلاع رسونه نه وي، سربېره پردې چې ادارو کې روڼتيا نه راځي، بلکې د ادارې د ناکامۍ او ټکني والي لامل هم ګرځي.

هغه زياته کړه:((ما په خپل وزارت کې د کره او په وخت اطلاع رسونې په موخه د اطلاعاتو بانک جوړ کړى، اطلاعات له کوم محدوديت پرته د رسنيو او خلکو په واک کې ورکوو، هېڅ شى هم د خلکو له سترګو نه پټوو، دا کار د دې لامل شوى چې اداره کې مو روڼيتا رامنځته شي او ټولو چارواکو ته يې د ځواب ويلو وړتيا ورکړې.))

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement