د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"حکومت دې د ختيځو ولايتونو ستونزو ته د پاى ټکى کېږدي"

"حکومت دې د ختيځو ولايتونو ستونزو ته د پاى ټکى کېږدي"

Aug 16, 2017 - 19:30

کابل (پژواک ٢٥ زمرى ٩٦): د ختيځو ولايتونو سلګونو قومي مشرانو د ناامنيو، بمباريو، د خپلسرو عملياتو، توغنديزو بريدونو او د ځمکو د غصب له ډېروالي اندېښنه وښوده او له چارواکو يې وغوښتل چې دې وضعيت ته د پاى ټکى کېږدي.

نن په کابل کې د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان کابو ٥٠٠ قومي مشرانو او مدني فعالانو د "ختيځ ژغورنې" په نوم ولسي غونډه جوړې کړه وه.

په دې غونډه کې د نورستان په استازيتوب عنايت الرحمن وويل، ختيځ ولايتونه له تېرو ١٦ کلونو راهيسې د اور په لمبو کې سوځي، خو حکومتي چارواکي يواځې پرې خواشيني څرګندوي او د مخنيوي لپاره يې هيڅ کار نه کوي.

ده زياته کړه: "چارواکو تاسو له ځانونو سيمټي دېوالونه او سيم خاردار را چاپېر کړي، تاسو کله د ملت له ستونزو خبر ياست چې هره ورځ يې څوک وژني او ړندې بمبارۍ پرې کوي."

د ختيځو ولايتونو د قومونو سراسري شورا مشر عبدالخالق حسيني پشه يي وويل، ختيځ ولايتونه نه يواځې له امنيتي ستونزو سره مخامخ دي، بلکې اقتصادي حالت يې هم مخ په خرابېدو دى.

د ده په خبره، دا مهال د تورخم – ننګرهار د دوهم سرک د جوړېدو چارې درېدلي، قېمتي ډبرې او ځنګلونه يې قاچاق کېږي او د داعش پروژه په ننګرهار کې پلې کېږي.

دى وايي، که چېرې مشرقيوال په يوه خوله نه شي، وضعيت به تردې هم خراب او د داعش پروژې لپاره به لارې چارې هوارې شي.

د ځوانانو په چارو کې د ولسمشر سلاکارې ملالۍ شينوارې يادو بيا وويل چې په ننګرهار کې د "بمونو مور" تر استعمال وروسته، سلګونه ميندې او ماشومان په رواني ناروغيو اخته شوي دي.

د هغې په وينا، له دې سره سره چې د ولسمشر سلاکاره ده، خو بيا هم د خپلو خلکو ترڅنګ ولاړه ده او که اړتيا شوه، استعفا به هم وکړي.

نوموړې له مشرقيوالو وغوښتل چې متحد او په يوه غږ شي.

هغې د ولسمشر په هغو سلاکارانو چې د مشرقي زون اوسېدونکي دي، غږ وکړ چې که استعفا ورکوي، نو ښه دا ده چې په ډله ييزه توګه استعفا ورکړي، ترڅو پر حکومت فشار زيات شي.

د دې غونډې برخه والو د يوه پرېکړه په صادرولو په ختيځو ولايتونو کې د ناامنيو، ړندو بمباريو، خپلسرو عملياتو، توغنديزو بريدونو او د ځمکو د غصب له ډېروالي اندېښنه ښودلې، له چارواکو يې غوښتي چې دې ستونزو ته د پاى ټکى کېږدي او عاملين دې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

دوى په ننګرهار کې د امنيت له خرابېدو اندېښنه ښودلې او له ولسمشره يې په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

دغه راز هغوى په دې پرېکړه ليک کې ويلي: "نړيوال د دوستۍ په نامه د دوى د خوښيو، جنازو، خيراتونو او ان د لارو پر موټرو بمبار کوي او له دې لارې غواړي د ولس او حکومت ترمنځ واټن پيدا کړي، نو ولسمشر دې د هغوى د دې کار مخنيوى وکړي."

هغوى دغه راز له ولسمشره غوښتي چې د هغه د علمي او ټولنيزو چارو د سلاکار لعل پاچا ازمون استعفا ونه مني.

هېره دې نه وي چې د نوموړي استعفاليک، څلور ورځې وړاندې په ننګرهار کې د امنيت د خرابوالي له امله په ټولنيزو رسنيو کې خپور شوى و.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement