د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مموزی: په لغمان کې دې پراخ چاڼيز عمليات وشي

مموزی: په لغمان کې دې پراخ چاڼيز عمليات وشي

Aug 16, 2017 - 11:43

جلال اباد (پژواک، ۲٥ زمری ۹۶): د لغمان د ولایتي شورا رییس په دغه ولایت کې د نا امنیو لاملونه غربت او بې روزګاري یادوي او غوښتنه کوي چې حکومت دې د ډاډمن امنیت لپاره پراخ چاڼیز عملیات ترسره کړي.

ولسي خلک بیا کلیوالي سیمو کې د وسله والو ډلو پراخ حضور د اندېښنې وړ بولي او شکایت کوي چې له کبله یې د خلکو ژوند تریخ شوی دی.

خو د لغمان ولايتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د نوو پوستو او امنيتي بيزونو جوړولو امنيت تر پخوا ښه شوى دی.

د ولایتي شورا رييس رفېع الله مموزي له پژواک اژانس سره ځانګړې مرکه کې وويل چې په لغمان کې  د جګړې انګېزه غیر سیاسي ده او په دغه ولایت کې  د دولت مخالفې وسله والې ډلې د بې روزګاره او غریبو خلکو له لوري تقویه شوې دي.

نوموړی وايي، خلک هم ورته د خپلو سیمو امنیت ساتلو برخه کې د همکارۍ ژمنې ورکړې؛ خو مسوولین دې د جګړې د عواملو د مخنیوي  لارو چارو په تړاو اقدامات وکړي.

مموزي زياته کړه: ((تر څو پورې چې دلته بې کاري ختمه نه شي نا امنۍ به همداسې روانې وي، اکثره خلک چې موږ یې پوښتنه کوو د غربت او بې کارۍ له کبله له مخالفینو سره یو ځای شوي دي، سیاسي انګېزه نشته ده، چې خلک دې د سیاسي انګېزې له وجې له مخالفینو سره یو ځای شوي وي.))

د ولايتي شورا رييس که څه هم تر پخوا امنیت ښه شوی بولي خو وايي چې د بشپړ امنیت تینګښت او د وسله والو ځپلو لپاره دې حکومت د مرکز اړوند او لرو پرتو سیمو تصفیې لپاره پراخ چانيز عملیات ترسره کړي.

دی وايي چې د دولت مخالف وسله وال په يو شمېر سيمو کې غلچکي بريدونه کوي چې له کبله یې ولسي خلک هم اندېښمن دي.

هغه وړاندې وويل: ((تېره اونۍ موږ له ولسمشر سره هم په دې اړه په لغمان کې د غټو او پراخو عملیاتو غوښتنه وکړه، په دې پنځلسو شپاړسو کلونو کې حکومت لغمان کې غټ عملیات نه دي کړي.))

د مموزمي په وينا، چاڼيز عمليات دې د ولايت له مرکزه پيل او تر ولسواليو پورې دې وغځول شي او له مرکز سره دې ورسره همکاري او همغږي وي.

خلک  بیا د ولسوالیو اړوند په لرو پرتو سیمو کې د دولت مخالفو وسله والو پراخ حضور او پر وړاندې یې د حکومت چوپتيا اندېښمن کړي دي.

د مهترلام ښار يوه اوسېدونکي شريف الله پژواک ته وويل چې له مهترلام  او د ولسوالیو له مرکزي سیمو پرته تر ډېره د دولت وسله وال مخالفین حاکمیت لري.

هغه زياته کړه: ((لغمان کې داسې امنیت نشته چې خلک خپل ارام ژوند وکړي، یوازې په دې وروستیو کې مهترلام کې امنیت یو څه ښه شوی او ولسوالیو کې وضعیت هماغسې خراب دی، ډلې ډلې وسله وال ګرځي او حاکمیت د هغوی دی، چک پاینټونه اچوي او دولتي کسان ډاډه تګ راتګ نه شي کولای.))

خو د لغمان ولایتي ادارې چارواکي بیا وايي، د امنیت ټینګښت لپاره یې قوي تګلارې جوړې کړې دي چې پر مټ به یې د دولت مخالفو وسله والو د هر ډول فعالیت مخه ونیول شي.

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې په بېلابېلو سيمو کې د نوو پوستو او بيزونو ايجاد امنيت تر پخوا ښه کړی دی.

هغه زياته کړه: ((په مختلفو ساحو کې مو چې لوی لوی بیزونه جوړ کړي دي نتیجه یې ډېره مثبته ده، په ځینو ځایونو کې تصفیه او تلاشي روانه ده او په ځینو ځایونو کې زموږ ډېر قوي عملیات روان دي او زه امیدوار یم چې د امنیت فضا به لا نوره ډاډمنه شي.))

لغمان د هېواد ختیځ کې پروت هغه ولایت دی چې په ځینو ولسوالیو کې یې ورځ تر بلې د دولت مخالفو وسله والو حاکمیت  په ډېرېدو دی او د راپورونو پر اساس له همدې کبله وسله والو ډلو د سیمې د ځوانانو ډېره برخه تر خپل نفوذ لاندې راستې ده.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement