د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل ښار د لب جر څلورلاره "د وسله وال پوځ" په نوم شوه

د کابل ښار د لب جر څلورلاره "د وسله وال پوځ" په نوم شوه

Aug 17, 2017 - 15:52

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۹۶): د کابل ښار د څلورمې امنيتې حوزې اړوند د لب جر څلورلاره د وسله وال پوځ د اتلوليو د ستاينې په موخه د (وسله وال پوځ د څلورلارې) په نوم ونومول شوه.

د احتياطي پوځيانو په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستيال او د کابل ګارنيزيون قوماندان ډګر جنرال افضل امان نن په دې څلورلاره کې جوړې شوې خبري ناستې ته وويل چې دغه څلورلاره د افغانستان ځوانانو د مدني ټولنې په وړانديز، د ولسمشر او د کابل ښاروالۍ د څلورلارو د نوم اېښودنې کمېسيون تر تاييد وروسته د وسله وال پوځ د څلورلارې په نوم ونومول شوه.

د ده په وينا، وسله وال پوځ د جګړې په ډېرو سختو شرايطو کې له خپلې خاورې دفاع کړې او دښمن ته يې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی.

هغه وويل: "وسله وال پوځ د هېواد د ملي يووالي سمبول دی، هدف يې د خپلو خلکو خدمت او د خپل ملي حاکميت ساتنه ده؛ نو دا پوځ ستاسو دی، ستاسو بچي دي او ستاسو ملاتړ ته اړتيا لري."

د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ د پوليسو د چارو مشر مل پاسوال اسدالله  په نننۍ ناسته کې وويل چې د افغانستان وسله وال پوځ د تېرو کلونو په پرتله  پياوړی او متحد شوی او له معنوي پلوه هم د خپلو خلکو ملاتړ له ځان سره لري.

هغه پر يو شمېر کسانو نيوکه وکړه او ويې ويل: "ځيني شنونکي ډېر ځله داسې غير مسوولانه څرګندونې کوي چې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو پر روحيه ناوړه اغېز کوي."

د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو مشرې راحلې کوهستانۍ وويل: "زموږ سرتېري قرباني ورکوي، د خپل سر په بيه له خپلو خلکو او خپل هېواده ساتنه کوي، نو د دې ځواکونو د کړنو تقدير  پر موږ فرض دی، دا يو نوښت و چې موږ يوه څلورلاره د خپلو اتلانو په نوم کړه."

د حکومت د اجرائیه رياست د دفتر مشر عبدالقهار عابد وويل چې د وسله وال پوځ په نوم د يوې څلور لارې نومول په حقيقت کې د هغوی د کارنامو د ستاينې معنا لري.

هغه له وسله والو ځواکونو وغوښتل، داسې کړنې ترسره کړې چې د ملت اعتماد نور هم ورباندې ډېر شي.

د افغانستان ځوانانو د مدني ټولنې مشر فردين فدايي په دې مراسمو کې وويل، وياړي چې تر ډېرو هلو ځلو وروسته يې ياده څلورلارې د وسله والو ځواکونو په نوم کړه.

هغه وويل: "موږ افغانان يو، زموږ وسله وال پوځ د افغانستان له ټولو قومونو جوړ پوځ دی؛ نو دا زموږ فريضه ده چې د قومي، سمتي او مذهبي شخړو پر ځای د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړو،  تر څو د هغوی روحيه لا هم لوړه او پياوړې شي."

هغه له امنيتي چارواکو وغوښتل چې د پوځ د پياوړتيا او هڅولو په موخه دې په امنيتي ارګانونو کې مکافات او مجازاتو ته توجه وکړي، څو هغه کسان چې فعال دي وهڅول شي او کوم کسان چې په خپلو دندو کې غفلت کوي، مجازات شي.

د ملي مشارکت ګوند مشر نجيب الله کابلي په نننۍ ناسته کې وويل چې افغان ملي پوځ اتلولۍ لري او هغه دروند بار ته يې اوږه ورکړه چې امريکايانو او ورسره ملګرو هېوادونو پورته نه شو کړاى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement