د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د کبانو د روزنې شل فارمونه جوړ شول

ننګرهار کې د کبانو د روزنې شل فارمونه جوړ شول

Aug 22, 2017 - 16:54

جلال اباد (پژواک، ۳۱ زمری ۹۶): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت بهسودو ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره په ګرمو اوبو کې د کبانو د روزنې شل فارمونه جوړ شول.

دغه فارمونه د کرنې او مالدارۍ وزارت د انکشافي بوديجې په مرسته جوړ شول او چارواکې هيله من دي چې پر ننګرهار سربېره به د يو شمېر نورو ولايتونو د اوسېدونکو د کبانو د غوښې له درکه اړتياوې هم پوره کړي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دې پروژې د پرانيستې پر مهال وويل چې ياده پروژه به پر دې سربېره چې د ماهيانو د غوښې په برخه کې به داخلي اړتيا پوره کړي، لسګونه کسانو ته به په لومړي سر او بيا وروسته به زرګونه کسانو ته د کار زمينه هم برابره کړي.

د منګل په وينا، د کرنې وزارت په لومړي سر کې لسو کروندګرو ته د شپږ ميليونو افغانيو په لګښت ٢٠ حوضونه جوړوي چې کبان په کې وساتل شي.

دی وايي چې تر راتلونکو اتلس مياشتو پورې به د کرنې رياست له يادو فارم لرونکو سره همکار وي او دغه راز به ورسره تخنيکي مرستې هم کوي.

والي زياته کړه، ډېر کبان له بهر نه راوړل کېږي چې زياتره يې مختلفې ناروغۍ لري خو د دې فارمونو په جوړېدو سره به د کبانو د اړتيا وړ غوښې همدلته تولېديږي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس رفېع الله رحميزي وويل، د لومړي ځل لپاره د ګرمو اوبو د کبانو پروژه په ننګرهار کې په ازمايښتي ډول پيل شوه او وروسته به نورو ولايتونو ته هم وغځول شي.

دی وايي، لومړی شل فارمونه جوړېږي چې يوه بزګر ته به دوه فارمونه ورغول شي او وروسته به د ننګرهار ولايت نورو ولسواليو ته هم دا پروسه وغځول شي.

د کرنې او مالدارۍ د رييس په وينا، هر فارم کې به زر کبان روزل کېږي او په يوه روزنيزه دوره کې شل واړه فارمونه شل ټنه ماهيان روزي چې پر ننګرهار سربېره د نورو ولايتونو اړتيا هم پوره کولی شي.

په همدې حال کې د ننګرهار ولايتي شورا غړي جاوېد زمان خوښي وښوده چې د دغه پروګرام په پرانيستل کېدو سره به هم د ماهيانو په برخه کې اړتيا په کور دننه پوره شي او هم به يو شمېر کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

فارم لرونکي نعمت الله وويل، پخوا يې په همدې ځمکه کې چې اوس ورته فارم جوړ شوی، سبزيجات، غنم او جوار کرل چې کورنۍ لګښت يې هم نه کېده.

هغه غوښتنه وکړه چې پر خپلو پښو د کروندګرو د درېدو لپاره دې دولت ورته نورې پروژې هم پلې کړي.

د يادولو ده، تر دې وړاندې هم په ننګرهار د کروندګرو د اقتصادي ودې په خاطر د چرګانو روزنې سلګونه فارمونه جوړ شوي چې ډېرو خلکو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement