د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چين د افغان دولت او وسله والو مخالفينو تر منځ منځګړيتوب ته لېوال دی

چين د افغان دولت او وسله والو مخالفينو تر منځ منځګړيتوب ته لېوال دی

Aug 22, 2017 - 19:22

کابل(پژواک ۳۱ زمری ۹۶): نن کابل کې د افغانستان او چين د اړېکو پر پراختيا ټينګار وشو او د چين استازي وويل چې د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او چين په همکاري له يو هېواده بله ته د ترهګرو د تګ مخه نيول کېږي.

د چين د معاصرو اړيکو، امنيتي مطالعاتو او وسلو د کنټرول د انستيتيوت مرستيال ليو جينګ (Liu Chang) نن په کابل کې د چين او افغانستان د اړېکو د پياوړتيا په جوړه شوې ناسته کې وويل چې چين د افغانستان د امنيتي ستونزو په اړه معلومات لري او د افغان حکومت او وسله والو مخالفينو تر منځ د درېيمګړي په توګه دلچسپي لري.

هغه په دې اړه نور جزييات ورنه کړل.

دی فقر، وزګاري او د ټولنيز عدالت نشتوالي په افغانستان کې د ناامنيو ځينې عوامل په ګوته کوي خو زياتوي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونو دي د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره ګډه تګلاره ولري.

هغه وايي، د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او چين د امنيتي همکاريو د ګډ چارچوب له لاري کيدای شي له يو هېواده بل ته د ترهګرو د تګ راتګ مخه ونيسي.

د ده په وينا، افغانستان کولای شي د يوې لارې او يو کمربند پروژې له لارې له شته کاري فرصتونو نه ګټه پورته کړي تر څو په افغانستان کې د فقر او وزګارۍ کچه ټيټه شي.

د چين د ټولنيزو علومو د سويلي اسيا د مطالعاتو د اکاډمۍ مشر  يي هيلين (Ye Hailin) وويل چې افغانستان قوي بشري ځواک لري او کولای شي د خپل هېواد د پرمختګ او امنيت د ټينګښت لپاره ګټه ورنه واخلي.

هغه زياتوي:"افغانستان پياوړی بشري ځواک لري او کولای شي د دغه ځواک علمي کچه لوړي او ګټه ورنه واخلي."

د ده په وينا، افغانستان ډېرو بنسټيزو چارو ته اړتيا لري نودغه اړيتا به يې د يوې لارې او يو کمربند پروژې د پلي کېدو سره به په دې هېواد کې هم بنسټيز کارونه ترسره شي.

د چين نړيوالې راډيو (CIR) د پښتو څانګې مشر ژيمينګ (Xi Meng) په نننۍ ناسته کې وويل د افغانستان او چين اړېکې له تېرو دوو کلونو راهيسي ډېرې پياوړي شوي او په دې برخه کې د رسنيو ډېرې هڅې کړي دي.

هغه زياتوي دا مهال د چين نړيواله راډيو  په کابل او کندهار کې د يوې خصوصي راډيو له لارې خپرونې لري او هڅه کوي د دواړو هېوادونو اړېکې لا پياوړې شي.

د سياسي چارو شنونکي غلام جېلاني ځواک په نننۍ ناسته کې د چين او افغانستان د اړېکو پياوړتيا ته په اشارې سره وويل چې افغانستان ډېره ليوالتيا لري ترڅو ياد هېواد سره خپلې اړېکې لا پياوړې کړي.

خو هغه زياته کړه، ځينې هېوادونه چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي نه غواړي چې د افغانستان او چين اړېکې پياوړي شي او دواړه هېوادونه يو له بل سره امنيتي، اقتصادي او فرهنګي اړېکي ولري.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement