د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خليلي : د افغانستان خلک له جګړې ستړي او سولې ته تږي دي

خليلي : د افغانستان خلک له جګړې ستړي او سولې ته تږي دي

Aug 23, 2017 - 17:40

کابل(پژواک، د وږي لومړۍ نېټه  ۹۶): د سولې عالي شورا رييس وايي چې د افغانستان خلک له جګړې ستړي شوي او سولې ته تږي دي.

د سولې عالي شورا له مطبوعاتي دفتره پژواک اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې شورا مشر محمدکريم خليلي نن  د يادې شورا په ناسته کى  د سولې په برخه کې شوو هڅو ته اشاره وکړه او هيله  يې وښوده چې وسله وال مخالفين  به له جګړې لاس واخلي او شته ستونزې به د سوله ييزو خبرو اترو له لارې حل کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د سولې عالي شورا مشر له روان ناورين څخه د هېواد د ايستلو لپاره سوله ييز حل او بين الافغاني مذاکرات تر ټولو ښه چاره وبلله  او وسله وال مخالفين يې مخامخ خبرو ته را دعوت کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي:" دوى  عادلانه، تلپاتې، با عزته او د سرتاسري سولې د تامين په موخه هر ډول سرښندنې ته چمتو دي او ليواله دي چې د هېواد دننه او بهر د سولې مقدس هدف ته د رسېدو لپاره له وسله مخالفينو سره مذاکرات او خبرې ترسره کړي."

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement