د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

دفاع وزارت : د هېواد بېلابېلو سيمو کې ٩٠ وسله وال مخالفين وژل شوي

دفاع وزارت : د هېواد بېلابېلو سيمو کې ٩٠ وسله وال مخالفين وژل شوي

Aug 25, 2017 - 11:47

کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٦): د ملي دفاع وزارت وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ٩٠ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د دې وزارت د وياند له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په ګډو تعرضي او تهاجمي عملیاتو کې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترسره شول، د طالبانو د درېيو سیمه يیزو قوماندانانو په ګډون ۹۰ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۵۵ تنه ټپیان او دوه تنه نور نیول شوي دي.

سرچينه کاږي، دغه ګډ عملیات د ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، غزني، میدان وردګو، زابل، کندهار، اروزګان، فراه، بادغیس، فاریاب، بغلان، بلخ، تخار او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي دي.

سرچينه زياتوي، د زابل د شملزو، خاک افغان ولسوالیو او مرکز په اړونده سیمه کې د طالبانو د ۳ سیمه يیزو قوماندانانو په ګډون ۴۲ طالبان وژل شوي ، ۵ تنه ټپیان او ۲ تنه نیول شوي؛ د غزني د قره باغ او زنه خان په ولسوالیو کې ۱۲ وسله وال وژل شوي، ۱۵ تنه ټپیان، یو موټر او يوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي؛ د هلمند د ګرشک او ناوې په ولسوالیو کې ۱۶ تنه وسله وال وژل شوي ، ۵ تنه ټپیان او يوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او د بغلان د دوشي په ولسوالۍ کې ۸ مخالفين وژل شوي، ۱۳ تنه ټپیان او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

د خبرپاڼې په حواله، په یادو عملیاتو کې د فراه د بالابلوک په ولسوالۍ کې ۷ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۴ تنه ټپیان، د میدان وردګو ولایت د سید اباد په ولسوالۍ کې دوه تنه د حقانی شبکې غړي وژل شوي او یو موټرسایکل له منځه وړل شوی او د تخار ولایت د درقد په ولسوالۍ کې ۳ مخالفين وژل شوي دي.

د دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ چاڼیز، ۱۸ خاص کمانډویي او یو شپنی عملیات د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې ترسره شوي، د افغانستان هوایي ځواکونو ۹۹ پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۲۴ هوایي ضربې د دښمن په پټنځایونو شوي دي.

خو وسله مخالفينو د دفاع وزارت د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement