د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سمنګان کې د پستې حاصلات ډېر شوي

سمنګان کې د پستې حاصلات ډېر شوي

Sep 06, 2017 - 16:31

ايبک (پژواک، ١٥ وږى ٩٦): سمنګانو ولايت کې سږ کال د تېر کال په پرتله د پستې محصولات لس سلنه لوړ شوي او دغه راز يې بيې هم ٣٣ سلنه لوړې شوې دي.

د سمنګانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ مشر همايون حبيب پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت اوسېدونکو تېر کال ١٧٠ ټنه پسته راټوله کړې خو دغه اندازه سږ کال ١٨٧ ټنو ته رسېدلې ده.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، دغه اندازه پسته د ياد ولايت د مرکز له اړوند سيمو او حضرت سلطان او فيروز نخچير، دره صوف بالا، دره صوف پايين او خر سارباغ ولسواليو له شاوخوا ٤٢ زره هکټاره ځنګلونو راټوله شوې ده.

هغه زياته کړه، تېر کال په دغه ولايت کې يو من (اووه کيلوګرامه) پسته شاوخوا شپږ زره افغانۍ پلورل کېده، خو سږ کال يې له دې امله بيه لوړې شوې چې ښه پخه شوې او بيه يې شاوخوا اته زره افغانيو ته لوړه شوې ده.

د دغه ولايت اوسېدونکي هم خوښ دي چې سږ کال يې د پستې راټولولو له لارې ډېر عايد ترلاسه کړي دي.

د دغه ولايت په مرکز کې د شلکتو کلي اوسېدونکي سراج الدين وويل: "ما له خپلو دوو زامنو سره يو ځاى شاوخوا ٢١ منه پسته راټوله کړې وه چې له هغه څلور منه مغز ترلاسه شو او يو من مو په ٨١٠٠ افغانۍ وپلوره."

هغه وويل چې سږ کال یې د وچکالۍ له امله غنم وچ شوي، خو د پستې په ترلاسه کړو پيسو د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کولى شي.

نوموړي څرګنده کړه چې تېر کال يې تر څلور منه کمه پسته راټوله کړې وه چې بيا يې يو من شاوخوا شپږ زره افغانۍ وپلورله.

د راپورونو له مخې، د سمنګان ولايت پسته د پلازمېنې کابل او ولايتونو سربېره هندوستان، پاکستان او اروپايي هېوادونو ته هم صادرېږي.

د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو لکه بادغيس، کندوز، هرات او... کې هم د پستې ځنګلونه شته دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement