د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل کې دوه ډلې وسله وال غله نیول شوي

په کابل کې دوه ډلې وسله وال غله نیول شوي

Sep 10, 2017 - 17:02

کابل (پژواک، ١٩وږى ٩٦): د ملي امنيت عمومي رياست په کابل کې ښار کې د وسله والو غلو دوو ډلو او د نيمروز ولايت پوليسو په ياد ولايت کې د انسان تښوونکو د يوې ډلې نيولو خبر ورکړى دى.

په هغې خبرپاڼه کې چې د ملي امنيت د عمومي رياست له خوا پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې، راغلي چې د ملي امنيت عمومي رياست منسوبينو په کابل ښار کې د وسله والو غلو دوه ډلې چې په غلاوو او د هېواد والو په تښتولو کې یې لاس درلود، نيولې دي.

خو په خبرپاڼه کې د دې پېښې دقيق ځاى او نېټې ته اشاره نه ده شوې.

سرچينې زياته کړې چې نيول شوو کسانو اعتراف کړى چې په کابل ښار کې يې شتمن کسان تښتول او وسله والې غلاوې يې کولې او د دغه ښار په درېيمې، څلورمې، اتمې، نهمې او دوولسمې حوزو کې يې څو ځلې وسله والې غلاوې کړې دي.

سرچينې ويلي، په نيول شوو کسانو کې د غلو او انسان تښتوونکو د ډلې مشر محسن، د يادې ډلې مرستيال، عبدالقدير په (خالد ده دانا) مشهور، د دې ډلې غړى عمراخان چې جرمي مخينه لري، د ډلې نور غړي، په رامز مشهور محسن او په (نور بي بي مهرو ) مشهور نور احمد چې جرمي مخينه لري، شامل دي.

له بلې خوا د نيمروز ولايت امنيې قوماندانۍ د پوليسو له خوا هم د سړي تښتوونکو يوه څلور کسيزه ډله نيول شوې ده.

د نيمروز امنيه قوماندان مل پاسوال خواجه جيلاني ابوبکر وويل چې دغو کسانو يوه مياشت مخکې يو ٣کلن ماشوم د پيسو ترلاسه کولو په موخه تښتولى او وژلى و.

هغه زياته کړه چې د نيمروز ولايت امنيې قوماندانۍ د ماشوم د کورنۍ په مرسته د سړي تښتوونکو دغه ډله نيولې او هغوى پر خپل جرم اعتراف کړى او پېښه تر لا زياتې څېړنې لاندې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement