د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل ـ جلال اباد پر لاره د ټکر له امله يو تن مړ او نهه ټپيان شول

د کابل ـ جلال اباد پر لاره د ټکر له امله يو تن مړ او نهه ټپيان شول

Sep 11, 2017 - 19:31

جلال اباد (پژواک ٢٠ وږى ٩٦): د کابل ـ جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې د دوو موټرو د ټکر له امله يو تن مړ شوى او نهه نور ټپيان شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازیګر شاوخوا شپږ بجې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د ورېښمین تنګي د استحکام پله ته څېرمه یو ټیلر او یو مارسیډیز موټر سره جنګېدلي دي.

ده زياته کړه، د موټرو د ټکر له امله د مارسیډیز موټرچلوونکى مړ شوى او نهه تنه سپرلۍ ټپيان شوي دي.

د ځواک په وينا، د زخمیانو له ډلې څلور تنه سروبي او پاتې پنځه نور یې ننګرهار ته لېږدول شوي دي.

دى وايي، د ټیلر موټر ډریور له سیمې تښتېدلى او موټر دواړه په سیمه کې دي؛ خو د محل پولیس او ترافیک هم د پېښې د څېړلو په موخه سیمې ته رسېدلي دي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement