د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نورستان کې د ۱۳۴ ميليونه افغانيو په لګښت د درېيو پروژو چارې پيل شوې

نورستان کې د ۱۳۴ ميليونه افغانيو په لګښت د درېيو پروژو چارې پيل شوې

Sep 12, 2017 - 14:25

جلال اباد (پژواک ۲۱ وږی ۹۶): د نورستان مرکز پارون کې د ښار او کور جوړونې وزارت له لوري د ۱۳۴ ميليونه افغانيو په لګښت د درېيو ټولګټو پروژو چارې پيل شوې.

په يادو پروژو کې د ولايت مقام، د ولايت ميلمستون او د دغه ولايت د څارنوالۍ رياست لپاره د نويو ودانيو جوړول شامل دي.

د نورستان د والي وياند سعيد مومند د وږي په ۲۱مه پژواک اژانس ته وويل، چې د يادو پروژو د پرانستې لپاره د ښار او کور جوړونې وزير سید منصور نادري د یو ګډ پلاوي په ملتیا دغه ولایت ته سفر کړی و.

هغه زياته کړه، وزير لومړی د نورستان ولايت له چارواکو او خلکو سره وليدل او شته ستونزې يې د حل په موخه واورېدې.

مومند وايي، په سر کې د نورستان والي حافظ عبدالقیوم په نورستان ولایت کې د روانو انکشافي کارونو په تړاو خبرې وکړې او د کور او ښار جوړونې له وزیر څخه یې مننه وکړه چې سږ کال یې نورستان ولایت ته ډیرې پروژې په پام کې نیولي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د کور او ښار جوړونې وزير سید منصور نادري په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ، چې غوښتنې به يې کابينه کې د حل په موخه شريکوي.

د نورستان د والي وياند زياتوي، وروسته د ښار او کور جوړونې وزير او د نورستان ولايت چارواکو په دغه ولايت کې د ۱۳۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د دريو پروژو چارې پيل کړې.

هغه وايي، په يادو پروژو کې د ولايت مقام لپاره دوه پوړېزه ودانۍ ده، چې ۵۰ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي، د ولايت د ميلمستون دوه پوړيزه ودانۍ، چې ۴۰ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي او دغه راز د استيناف څارنوالۍ رياست لپاره دوه پوړېزه ودانۍ شامل ده، چې ۴۴ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

سعيد مومند وايي، د يادو درې واړو ودانيو چارې به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement