د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بادغيس کې د يوې پوستې شپږ پوليس ووژل شول

بادغيس کې د يوې پوستې شپږ پوليس ووژل شول

Sep 16, 2017 - 12:44

قلعه نو (پژواک، ٢٥ وږى ٩٦): د دولت وسله والو مخالفينو په بادغيس کې د پوليسو د يوې پوستې شپږ  سرتېري يې وژلي او دوه نور يې له ځان سره بيولي دي.

دغه پوسته د قلعه نو= هرات پر لويه لاره د بادغيس د مرکز اړوند په لامان سيمه کې موقعيت لري.

په سيمه کې د پوليسو د يوې بلې پوستې يو تن افسر محمدقاسم پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو د عامه ساتنې پوليسو پر يادې پوستې تېره شپه شاوخوا ١٢ بجې بريد وکړ.

هغه وويل چې وسله والو مخالفينو دغه پوسته ونيوه، شپږ پوليس يې ووژل او دوه نور يې له ځان سره بوتلل.

دى وايي چې امنيتي ځواکونو دغه پوسته نن سهار بېرته تر خپل کنټرول لاندې راوسته.

د بادغيس د ولايتي شورا مرستيال محمدفريد اخي زي هم پر ياده پوسته بريد تاييد کړ او ويې ويل چې په دې بريد کې شپږ  د عامه ساتنې پوليس وژل شوي او دوه نور وسله والو مخالفينو له ځان سره بېولي دي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement