د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل د ده سبز ځېنو اوسېدونکو د خپلو ځمکو د غصب په غبرګون لاريون وکړ

د کابل د ده سبز ځېنو اوسېدونکو د خپلو ځمکو د غصب په غبرګون لاريون وکړ

Sep 23, 2017 - 05:42

کابل (پژواک ۱ تله ۹۶): د کابل ده سبز ولسوالۍ يو شمېر قومي مشران وايي، د محمد غني په نوم يو کس د دوی سلګونه جريبه ځمکه غصب کړې ،  خو مقابل لوری بيا د خدر خېل قوم د دوی د ځمکو پر غصب تورنوي.

د ده سبز ولسوالۍ اوسېدونکي چې شمېر يې شاوخوا ۲۰۰ تنو ته رسېده د کابل ښار په حضور چمن کې په اعتراضه ډول راټول شوي وو.

د دې کسانو په استازيتوب حاجي ظفر  عيسی خېل پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوی د قوم شاوخوا ۲۰۰۰ کورنيو په ۱۳۷۴ لمريز کال کې د افضل خان څه باندې څلور زره جريبه وپيرله، خو اوس نږدې ۶۰۰ جريبه ځمکه يې د محمد غني په نوم کس غصب کړې ده.

هغه  زياته کړه :"موږ ۱۲۰ نمبر د ځمکې شرعي قباله لرو، څو څو وارې مو د دې ځمکې ماليه هم تحويل کړې، د ماليې ټکټونه هم لرو؛ خو بيا هم د محمد غني په نوم کس له وسله والو کسانو راځي او ځمکه مو راڅخه نيسي."

دی ادعا کوي، چې څو څو وارې يې ده سبز ولسوالۍ ته عريضه کړې، خو پايلې نه دي معلومې.

حاجي ريدي ګل ادعا کوي، چې محمد غني او وسله والو کسانو يې د دوی سپين ږيري، ښځې او ماشومان وهلي  او ان پر ځېنو کسانو د ټوپک ډزې هم کړي دي.

نوموړى وايي:"کله چې موږ ولسوالۍ ته عريضه وکړو؛ نو د ولسوالۍ چارواکي وايي چې له ياد کس سره روغه وکړئ."

دی زياتوي، په تېرو شاوخوا اتو ورځو کې ياد کس د دوی پر ځمکې د کورونو پر جوړولو پيل کړی، خو پوليس يې مخه نه نيسي.

ريديګل وايي : (( خو کله چې موږ پخپله سيمه کې کور جوړوي نو د ده سبز ولسوالۍ قومانداني له دې امله زموږ مخه نيسي چې ګوندې پر دې ځمکې دعوه روانه ده، خو د مقابل کس د کار مخه نه نيسي. ))

دوی ګواښ وکړ، که چېرې حکومت د دې کس مخه ونه نيسي او دوی شرعي حق ورته ونه سپارلي؛ نو دوی به له هر ممکنې لارې د خپل حق د ترلاسه کولو په موخه هلې ځلې وکړي او د کومې ناوړه پېښې د پېښېدو مسووليت به د دولت په غاړه وي.

خو د افضل خان د وارثانو وکيل محمد غني پژواک خبري اژانس ته وويل:"د افضل خان د کورنۍ غړي او ورثه د خدر خېل قوم دا ادعا ردوي چې ګوندې د هغوى ځمکه يې نيولې، اصلي خبره داده چې دوی دا ځمکه نه ده اخيستې بلکې غصب کړې يې ده."

هغه زياته کړه، د خدر خېل قوم جعلي قباله او ځېنې نورو جعلي اسناد جوړ کړي او وايي چې دوی دا ځمکه اخيستې ده.

د ده په وينا، د افضل خان د کورنۍ غړي او ورثه يې پوره اسناد لري چې دا ځمکه دوی ته خپل نيکه (افضل خان) ده او هېچا د افضل خان ځمکه نه ده خرڅه کړې.

محمد غني وايي، دا مهال شاوخوا ۸۰۰  جريبه ځمکه له دوی سره ده، خو د خدر خېل قوم د ده د موکلينو څه باندې ۳۰۰۰ زره جريبه ځمکه غصب کړې ده.

هغه د خدر خېل د قومي مشرانو دا ادعا رد کړه چې ده يې د قوم سپين ږيري، ښځې او ماشومان وهلي او ډزې يې پرې کړي او زياتوي:"په سيمه کې هټېوال، عام ولس او ان د ولسوالۍ چارواکي شاهدان دي چې د دوی د خدر خيل قوم سپين ږيرو، ځوانانو او ماشومانو دوی پر ډبرو او خښتو ويشتلي او ډزې يې پرې کړي دي، چې د ده سبز ولسوالۍ بيا په همدې تړاوو حاجي ريديګل جلب او د څه مودې لپاره يې توقيف کړ."

د کابل ده سبز ولسوالۍ اجرايي مدير چې دا مهال د دې ولسوالۍ د سرپرست په توګه دنده هم ترسره کوي، وايي چې د افضل خان په سيمه کې د محمد غني او خدر خېل قوم تر منځ د ځمکې پر سر حقوقي دعوه ده او موضوع د دې ولسوالۍ په ابتداييه محکمې تر څېړنو لاندې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل، کله کله د قضيې د د دواړو لوريو نه حاضرېدل، د ځمکې د قبالې ،املاکو، کادستر او نورو برخو څېړل او يو ځل د محکمې د پرېکړې نقض د دې لامل شوی چې د دوی دغه دعوی نږدې ۱۳ کاله اوږده شي.

دی وايي، دا مهال په سيمه کې د ده سبز ولسوالۍ د پوليسو له لوري  کار درول شوی او چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې په سيمه کې کار وکړي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement