د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني د خپاره شوي تبعيضي لیک په اړه د څېړنو سپارښتنه وکړه

ولسمشر غني د خپاره شوي تبعيضي لیک په اړه د څېړنو سپارښتنه وکړه

Sep 23, 2017 - 10:46

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۶): ولسمشر لويې څارنوالۍ ته لارښونې کړې چې د چارو ادارې عمومي رياست ته د منسوب فرد له لوري د هغه خپاره شوي ليک په اړه څېړنې وکړي چې توکميزې څرګندونې په کې شوې دي.

څه موده مخکې د چارو ادارې د تلګرام کانال له لارې يوه ليکنه خپره شوه؛ په دې ليکنه کې چې کاپي يې د ځينو رسنيو لاسته ورغلې، راغلي چې په دې اداره کې بايد تاجک، هزاره، او ازبک کار کوونکو شمېر راټيټ شي.

په دې اړه ډېرې نيوکې شوې دي، خو د يادې ادارې هغه کارکوونکى چې د دې ليکنې په خپرولو متهم دى، ويلي چې له کمپيوټر څخه يې ناسمه ګټه اخيستل شوې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې عمومي رياست ته د منسوب فرد له لوري د خپاره شوي ليک د جزئياتو په لوستلو سخت متاثر شوی دی.

سرچينه ليکي: "جمهور رئيس محمد اشرف غني په ټولو برخو په ځانګړي ډول حکومتي دستګاه کې دننه تبعيضي چلند، فکر او کړنې سختې غندي او هېڅ  بنسټ او فرد ته د افغانستان د خلکو او قومونو د ملي يووالي، همدلۍ او د زيانمنولو اجازه نه ورکوي."

په خبرپاڼه کې راغلي چې غني د هېواد لويې څارنوالۍ ته لارښوونه کړې چې په دې اړه هر اړخيزې څېړنې وکړي او د دغه کار د عامل يا عاملينو د تشخيص اقدام وکړي او د هېواد د اساسي قانون او ټولو نافذه قوانينو د حکمونو په رڼا کې له هغوی سره چلند وکړي.

ولسمشر ويلي: "د افغانستان ښکلا، قوت او ثبات د دې خاورې د با عزته  او برابرو قومونو او خلکو په وجود کې دی او زما لپاره تر دې بل لوی وياړ نشته چې په افتخار د دوی استازيتوب وکړم."

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement