د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ابدالي: هېڅ هېواد نه شي کولی له هند سره د کابل اړیکې سلب کړي

ابدالي: هېڅ هېواد نه شي کولی له هند سره د کابل اړیکې سلب کړي

Sep 24, 2017 - 12:32

نوی ډيلى (پژواک، ۲ تله ۹۶): په هند کې افغان سفير ډاکټر شيدا ابدالي وايي، له کابل سره د نوی ډيلي اړيکې ګاونډيو ته د ګواښ لپاره نه، بلکې د افغانستان د بيارغونې لپاره دي.

ډاکتر ابدالي په نوي ډيلي کې له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې وويل، هغه هېوادونه چې د ستراتيژيکو ملګرو له همکاريو يې د ارضي تماميت خطر نه پېښېږي، نه شي کولی له افغانستان سره يې روابط سلب کړي.

ابدالي ظاهراً په افغانستان کې د هند د رول په تړاو د پاکستان د لومړي وزير د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې وويل: ((هر هېواد حق لري، که چېرې  يې له افغانستان څخه د خاورې پر وړاندې کوم عمل کېږي، يادونه وکړي او که د افغانستان له خوا ورته د ثبوت پر بنسټ کوم ضرر نه رسېږي، نه شي کولی د افغانستان روابط سلب کړي.))

د پاکستان لومړي وزير په دې اوونۍ کې په نيويارک کې د وينا پر مهال په افغانستان کې د هند له سياسي او نظامي رول سره مخالفت څرګند کړ، خو ولسمشرۍ ماڼې دا څرګندونې رد کړې او په خپلو کورنيو چارو کې يې د پاکستان لاسوهنه وبلله.

بلخوا په هند کې افغان سفير په دې تړاو ورته غبرګون کې پژواک اژانس ته وويل: ((افغانستان ته د يو خپلواک هېواد په توګه، داسې موقف چې د هر هېواد له خوا اعلانېږي، مهم نه دی.))

ابدالي له افغانستان سره د هند اړيکې پراخې او د ستراتيژيک تړون پر بنسټ وبللې او يادونه يې وکړه" افغانستان د خپلو اړيکو په تړاو خپلواکه دی او دوست هم په خپل لاس انتخابوي."

افغان سفير د دې پوښتنې په ځواب کې چې که پاکستان انګېري، چې کواګې افغانستان کې ورته د هند رول خطر دی وويل: ((هېڅکله نه، افغانستان هېڅ وخت چا ته اجازه نه ورکوي چې خاور يې د بل په مقابل کې وکارول شي. خپلواکه هېواد دی او د دغه اصل پر بنسټ هيله لرو چې پاکستان، افغانستان ته د مستقل هېواد په توګه وګوري.))

د ابدالي په وينا، هند تر اوسه له افغانستان سره شاوخو ۳ ميليارده ډالر مرسته کړې چې دا مرستې د افغان حکومت په خوښه په اوږدمهال پروژو او د ده په ټکو پر ځای لګېدلې دي.

د یاد افغان ډيپلومات په وينا، هند ډاډ ورکړی چې د افغان سرتېرو د روزنې او تجهيزاتو د ترميم په برخو کې ورسره همکاري کوي.

شيدا ابدالي وويل: ((تر هغو چې افغانستان د ناټو معيار ته خپل امنيتي او دفاعي تجهيرات انتقالوي، هند کولی شي په دې برخه کې اساسي رول ولوبوي او هغه الوتکې چې له کاره لوېدلي را ترميم کړي.))

نوموړي يادونه وکړه، د هند په ګډون د ستراتيژيکو ملګرو له لوري د افغان سرتېرو له روزنې موخه د هغوى وړتيا لوړول دي، څو تروريزم ښه مهار او سيمه کې سوله او ثبات راشي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement