د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په تېرو درې نیمو کلونو کې د نشه يي توکو په تړاو ۲۳۴۶ کسان نیول شوي

په تېرو درې نیمو کلونو کې د نشه يي توکو په تړاو ۲۳۴۶ کسان نیول شوي

Sep 24, 2017 - 16:30

کابل (پژواک، ۲ تله ۹۶): په افغانستان کې په تېرو درې نيمو کلونو کې د نشه يي توکو په تړاو ٢٣٤٦ کسان له ١١٠٠ ټنه نشه يي توکو، ٢٧٠ ميله وسلو او لسګونه ميليونه افغانيو سره نيول شوي دي.

له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند احمد خالد موحد نن په کابل کې د يوې خبرې ناستې پر مهال وويل چې دغه کسان د ۱۳۹۳ کال د وري مياشتې له پيل څخه د ۱۳۹۶ کال د وږي مياشتې تر پايه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې نيول شوي دي.

هغه زياته کړه، په نيول شوو کسانو کې ۱۰۴ تنه امنيتي منسوبين، ۶۸ مېرمنې او ۱۶ بهرنيان چې د پاکستان، ايران او ترکيې هېوادونو تبعه دي، هم شامل دي.

ده د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په نيول شوو کسانو کې د بدخشان د ولايتي شورا يو غړى، په بلخ ولايت کې د ملي دفاع وزارت د جلب او جذب پخوانى قوماندان، د هرات د هوايي ډګر پخوانى قوماندان او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ پخوانى امنيه قوماندان هم شامل دي.

دى وايي چې د دې کسانو ١٧٧٨ قضيې له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته استول شوې دي.

دی وايي، په دې موده کې ۱۵۰۵ قضيې د سترې محکمې له لوري وروستۍ شوې او په اړه يې حکم صادر شوى دى.

موحد د دغو کسانو د مجازاتو په اړه جزئيات ورنه کړل خو ويې ويل چې په هغوى کې ځيني ان تر شلو کلونو پر بند محکوم شوي دي.

د هغه په وينا، پاتې نورې قضيې د ياد مرکز په ابتدايه او استنياف محکمو او په ستره محکمه کې تر څېړنو لاندې دي.

موحد زياتوي، په ياده موده کې د نشه يي توکو له قاچاق وړونکو څخه څه باندې ۱۸ ټنه هېرويين، ۳۷ ټنه مورفين، ۱۵۷ ټنه ترياک، ۵۶۴ ټنه چرس، ۱۶۰ ټنه کيمياوي توکي او ۱۷۲ټنه الکولي مشروبات تر لاسه شوي دي.

همداراز دی وايي، په دې موده کې ۲۷۰ ميله بېلابېلې وسلې، ۹۹۰ موټر، ۲۱۳۶ ټيلېفونونه او مخابرې، ۷۱۵۵ فيره مرمۍ، ۴۷ ميليونه افغانۍ، ۶۰۰زره امريکايي ډالر، نږدې ۳۰ ميليونه پاکستانۍ کلدارۍ، ۱۹۰زره هندۍ کلدارۍ، ۸۲ ميليونه ايراني تومان، ۲۲۰۵ عربي ريال او ۶۶۰ د اماراتو درهم، هم له قاچاقبرو نيول شوي او نيول شوې پيسې د افغانستان بانک ته سپارل شوې دي.

د موحد د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېرې (۲۹۵) د نشه يي توکو قضيې په کابل کې ثبت شوې دي.

دى وايي چې تر کابل وروسته  ننګرهار د ۲۶۰ او کندهار د ۱۶۱ قضيو په لرلو سره هغه ولايتونه دي چې د نشه يي توکو قضيې د نورو ولايتونو په پرتله په کې ډېرې ثبت شوې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement