د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په باميانو کې "د افغانستان ټاکنيز موزيم" پرانېستل شو

په باميانو کې "د افغانستان ټاکنيز موزيم" پرانېستل شو

Sep 26, 2017 - 18:25

باميان (پژواک، ٤ تله ٩٦): په باميانو کې د افغانستان لومړى ټاکنيزموزيم پرانېستل شو چې د ټاکنيز بهير ټول اړين توکي او مکانات په کې د تصوير او جسم په بڼه نندارې ته اېښودل شوي دي.

 دغه موزيم نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شو چې د افغانستان او سوېل ختيځې اسيا د ټاکنيزو کمېسيونونو  غړو او مشرانو په کې ګډون کړى و. په دې موزيم کې بېلابېل تخنيکي توکي لکه سټلايټ، د عکاسۍ کمره، لاسي برقي څراغ، رنګونه او وسايل يې، د رايې ورکولو صندوقونه او د رايې ورکولو ځانګړى ځاى نندارې ته وړاندې شوي دي.

په فرهنګي اوتصويري برخه کې د ټاکنيز بهير د تر سره کېدو تصويرونه، د رايې ورکولو پاڼې، د ټاکنيز بهير او تر سره کېدو مهال وېش نندارې ته اېښودل شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند عبدالبديع صياد وويل چې د سوېل ختيځې اسيا د اوو هېوادونو د ټاکنيزو کمېسيونونو د چارواکو په ګډون د افغانستان د ټاکنيز موزيم پرانېسته دا معنا لري چې د سوېل خيتځې اسيا د اوو هېوادونو کمېسيونونه له افغانستان سره همکار دي او خپلو کې ټاکنيزې ستونزې حلوي.

نوموړي زياته کړه چې راتلونکې ټاکنې به رڼې او عادلانه وي، ټولو په شرايط وړ هېوادوالو ته به د رايه ورکولو  نوي کارتونه ورکړل شي او په راتلونکو ټاکنو کې له تېرو کارتونو ګټه نه اخيستل کېږي.

 هغه زياته کړه، ممکن د ټاکنو د څرنګوالي په اړه د ټاکنو خپلواک کمېسيون کې بېلابېل نظريات شتون ولري، خو دا متفاوت ليدلوري د جدي نظري اختلافاتو معنا نه لري چې کاري بهير وځنډوي، خلک بايد ډاډ ولري چې راتلونکي ټاکنې به له پخوا نه غوره وي.

په باميانو کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر علي شاه مصباح وايي چې د باميانو خلکو په ټولو ټاکنو کې په لېوالتيا سره برخه اخلي او د ښځو د ګډون کچه هم ٤٢ سلنه ده ده چې د افغانستان په کچه لوړ ګډون دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement