د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

احمد علي: حکومت دې د پاکستان بريدونو ته بالمثل ځواب ورکړي

احمد علي: حکومت دې د پاکستان بريدونو ته بالمثل ځواب ورکړي

Oct 02, 2017 - 16:55

جلال اباد (پژواک ۱۰ تله ۹۶): د ننګرهار د ولايتي شورا رييس وايي چې پاکستاني ځواکونو له تېرو دوو اوونيو راهيسې يو ځل بيا پر لعلپورې، اچين او نازيانو ولسواليو توغنديز بريدونه پيل کړي او وايي چې حکومت دې دغه ځل بالمثل ځواب ورکړي.

احمد علي حضرت دا څرګندونې له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې او ويې ويل چې پاکستاني ځواکونه په هرو څلورويشت ساعتونو کې پر دغو ولسواليو له شلو تر پنځه ويشتو پورې د ډي سي توپونو مرمۍ توغوي.

دی وايي، په اوسنيو بريدونو کې څو ورځې وړاندې د نازيانو ولسوالۍ د يوې کورنۍ دوه ماشومان ووژل شول او درې ټپيان وو، چې په خبره يې مرمۍ په يوه کور لوېدلې وه.

د ولايتي شورا رييس زياتوي: ((درې مياشتې وړاندې هم دوی دا عمل ترسره کړی و، چې له امله يې زرګونه کورنۍ بې ځايه شوې وې. موږ څو ځلې دا موضوع له مرکز سره شريکه کړې؛ خو متاسفانه، هېڅ اقدام نه دی شوی.

احمد علي حضرت ټينګار کوي، چې حکومت دې دا ځل د پاکستانيو ځواکونو د بريدونو باالمثل ځواب ورکړي.

د لعلپورې ولسوالۍ د ډکې سيمې يو قومي مشر حاجي سلطان هم محمد پژواک اژانس ته وويل، چې په ياده سيمه کې د پاکستانيو ځواکونو د توپچي بريدونو له امله يو ځل بيا ځينې کورنۍ بې ځايه شوې دي.

دی وايي، حکومت په دغه برخه کې هېڅ اقدام نه دی کړی او بايد دغې ستونزې ته يو بنسټيز او اساسي حل لاره پيدا کړي.

د نازيانو ولسوالۍ د دوه خولې نازيانو سيمې اوسېدونکي او قومي مشر ملک شيرګل پژواک ته وويل، د پاکستانيو ځواکونو وروستيو بريدونو ځاي خلکو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ مالي زيانونه هم اړولي دي.

دی وايي، کورنۍ هره شېبه په دې وېره کې دي، چې اوس به يې پر کور د پاکستانيو ځواکونو توغنديز بريد کېږي؛ خو وايي حکومت يې هېڅ غم نه خوري.

په همدې حال کې د ننګرهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي، هم مني، چې پاکستانيو ځواکونو له تېرو څو ورځو راهېسې بيا پر دغه ولايت توغنديز بريدونه پيل کړي دي.

دی وايي، چې ستونزه يې له مرکزي حکومت سره د يو بشپړ راپور له لارې شريکه کړې او د مرکزي حکومت ځواب ته په تمه دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی هم تاييدوي، چې پاکستانيو ځواکونو پر دغه ولايت بیا بريدونه پيل کړي او دا ځل يې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو دريو اوونيو راهېسې بيا دغه لړۍ پيل شوې او پر نازيانو، اچين او لعلپورې ولسوالۍ د سلو په شاوخوا کې توغندي ويشل شوي دي.

دا وايي، د تازه بريدونو له امله هم ځينو سيمو کې يو شمېر کورنۍ بې ځايه شوي او ستونزه يې له مرکز سره شريکه کړې ده.

خوږياڼي وويل ، د دغه ولايت امنيتي ارګانونه د باالمثل ځواب لپاره بشپړ چمتوالی لري؛ خو د مرکز وروستي امر ته په تمه دي.

پر افغان خاوره د پاکستانيو ځواکونو د بريدونو دا تازه لړۍ څه نه وې خبره نه ده او په تېرو څو کلونو کې يې د ننګرهار او کونړ ولايتونو ډېرې سيمې ويشتي، چې له امله يې سلګونه او حتی په زرګونو کورنۍ سيمې پرېښودو ته اړ شوې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement