د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ښځو شوراګانې جوړېږي

د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ښځو شوراګانې جوړېږي

Oct 05, 2017 - 10:11

کابل (پژواک، ١٣ تله ٩٦): کابل کې د "سام" غونډې په څنډه کې د ښځو پر اقتصادي پیاوړتیا ټينګار وشو او د ولسمشر مېرمنې وويل چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې به له نارینه وو سره په ګډه د ښځو شوراګانې هم جوړې شي.

د ولسمشرۍ ماڼې په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني تېره ورځ مازديګر د سام لوړپوړي پلاوي ناستې په څنډه کې چې د ښځو پر اقتصادي پیاوړتیا د تمرکز  په نوم په ارګ کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

سرچينه ليکي چې په دغو مراسمو کې چې له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو د استازو په حضور کې ترسره شول، د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني په وروستیو درېیو کلونو کې د افغان ښځو د فعالیتونو او عمده لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.

هغې له نړیوالو شریکانو او افغانستان حکومت څخه د افغان ښځو د پیاوړتیا برنامو د ملاتړ او همکارۍ له امله مننه وکړه او ويې ويل افغان ښځو په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې تبارز کړی او د افغانستان نوی نسل روښانه راتلونکي ته  ژمن دی او  هر اړخیزه هڅې کوي.

رولا غني دې ته په اشارې چې افغان ښځې اوس د سترو مسوولیتونو اخیستلو ته چمتو دي وویل، درې زره افغان ښځې د خپلو ګډو همکاریو او لازمې توانایي په کارولو سره د خپل راتلونکي حالت د ښه والي لپاره هڅه کوي.

د هېواد لومړۍ مېرمن وویل، تېر کال افغان مېرمنو په ټولو برخو کې د پام وړ رشد کړی  او د ښځو د ملاتړ شبکې او د ښځو د سوداګرۍ خونې په رامنځته کېدو سره دغه قشر ته د زیاتو اقتصادي فعالیتونو بستر برابر شوی دی.

هغې وویل، د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې به له نارینه وو سره په ګډه د ښځو شوراګانې هم جوړې شي.

دې د ښځو په ملاتړ کې د دولت رول ارزښتناک وباله ویې ویل، ښځې اوس له  سیمه ییزو او مرکزي ادارو سره زیاتې اړیکې لري.

لومړۍ مېرمن زیاته کړه، حکومت د اصلاحاتو راوستو، له فساد سره د مبارزې، د تدارکاتي بهیر او  برېښنایي حکومتولۍ د معرفي کېدو په برخه کې زیاتې هڅې کړې دي.

په دې مراسمو کې  له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو استازو په جلا ډول په  وروستیو کلونو کې د افغان مېرمنو د پرمختګ  او  پیاوړتیا د برنامو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان د اسلامي جمهورریت جمهور ريیس د دې مراسمو په پای کې "د افغانستان دویم ځلي پیدایښت" په نوم  د عکس نندارتون او د ارت لورد هنري ډلې د نقاشیو نندارې څخه کتنه وکړه.

د یادونې ده، نن پنجشنبې به د هېواد ولسمشر د افغانستان د انکشاف د پرمختګونو، لاسته راوړنو او اصلاحاتو د اجنډا په نوم د سام درېیمه ناسته پرانیزي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement