د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کونړ کې له لسګونو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه

کونړ کې له لسګونو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه

Nov 15, 2017 - 19:51

اسعد اباد (پژواک، ٢٤ لړم ٩٦): د کونړ په مرکز اسعداباد کې د پاکستانيو ځواکونو د توغنديزو بريدونو له امله راکډه شويو لسګونو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي د دې مرستو د وېش پرمهال وويل، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې پاکستانيو پوځيانو د دې ولايت په اسمار، شلطن، مرورې او سرکاڼو ولسواليو ٤٩٦ توغندي راويشتلي دي.

ده زياته کړه، د دې توغنديو له امله له شلطن ولسوالۍ څخه ٢٢١ کورنۍ اسعد اباد ته را کډه شوې دي او نن ورسره پر خوراکي توکو سربېره د خېمو، کمپلو او فرشونو مرسته وشوه.

د هغه په وينا، دوى به تر هغو پورې چې بېرته خپلو کورنو ته ستنېږي، په خوندي ځاى کې ځاى پر ځاى کوي.

د مير سلام په نوم يوه راکډه شوي کس وويل، د کور په يوه کوټه کې يې د توپ يوه مرمۍ ولګېده چې دوه څار يې ور مړه کړل.

دى زياتوي: "يواځې ماشومان او ښځې مو تېر ماښام راووېستلې او نور هرڅه را نه پاتې دي، دلته اوس د هيڅ شي درک نشته او په يوه کوټه کې شل تنه اوسېږو."

نوموړي له دولته مننه وکړه چې دوى ته يې په وخت د خېمو او خوراکي توکو مرسته ورسوله.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement