د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خلک: د روداتو ولسوال او امنیه قوماندان مو دوکانونه ړنګوي

خلک: د روداتو ولسوال او امنیه قوماندان مو دوکانونه ړنګوي

Nov 18, 2017 - 16:26

جلال اباد (پژواک ۲۷ لړم ۹۶): د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي نيوکه کوي چې د دې ولسوالۍ ولسوال او امنيه قوماندان يې د روغتون جوړېدو په نوم دوکانونه ړنګوي او هلته د مشرانو جرګې يو غړي ته د مارکېټ جوړولو زمينه برابروي.

د جلال اباد- تورخم پر لويه لاره د روداتو ولسوالۍ اړوند د کابل کمپ په نوم د دې سيمې سلګونه اوسېدونکو د لړم په ۲۷مه د يوې اعتراضيه ناستې پر مهال دا څرګندونې وکړې او زياتوي، ولسوال او امنيه قوماندان دغه چاره د خپلو شخصي ګټو په خاطر کوي.

خو د ولسوالۍ مسوولين وايي، دوکانونه په دولتي نقشه کې راغلي او دوی دوکانونه ته د بديل ځای ورکړې وړانديز هم کړی خو ځايي اوسېدونکي يې ورسره نه مني.

د کابل کمپ مخې ته په يوه کوچني بازارګي کې شاوخوا ۲۵۰ دوکانونه موجود دي چې د ځايي خلکو په وينا د سلګونه کورنيو لپاره يې د روزي ګټلو زمينه برابره کړې ده.

د اعتراض کوونکو يوه مشر محمد غني وايي، د کابل کمپ ځمکه او په مخکې يې د کابل جلال اباد پر لاره د دې سيمې بازار ته په ۱۳۷۲ کال کې د وخت حکومت جواز ورکړی او د ملګرو ملتونو له لوري يې حکومت ته ماليه ورکړل شوې ده.

هغه وويل، اسناد په لاس لري چې د بازار ځمکه هم دغو خلکو ته ورکړل شوې او د کلونو په تېرېدو په کې خلکو ځان ته خامه دوکانونه جوړ کړي او د رزق وسيله برابره کړې ده.

خو د نوموړي په وينا، اوس د روداتو ولسوال او امنيه قوماندان د مشرانو جرګې د يو غړي لطف الله بابا سره لاس يو کړی او دغلته د روغتون په نوم د خلکو دوه نيم سوه دوکانونه ورانوي.

د پوځ پخوانی متقاعد ډګروال مير عطاء په دې سيمه کې له تېرو څلرويشتو کلونو راهيسې استوګن دی. نوموړی وايي، سره له دې چې ځايي حکومت يې ستونزې نه دي حل کړي، بلکې ورته يې تل مشکلات رامنځته کړي دي.

نوموړی وايي، لومړی يې د کورونو او دوکانونو ترمنځ ساحه کې روغتون جوړېدو چارې پيل شوې او اوس يې د ماسټر پلان عملي کولو په نوم د دوکانونو ورانولو هڅه پيل کړې ده.

ډاکټر معين الدين چې په بازار کې روغتیایي کتنځای لري وايي، دوی نه د روغتون جوړېدو خلاف دي او نه هم د دوی د دوکانونو ورانېدو په اړه د حکومت د پرېکړې خنډ ګرځي؛ خو دوی ته دې بديل ځای ورکړل شي.

نوموړی دا هم مني چې ولسوالۍ ورته د بديل ځای ورکولو خبره هم کړې خو په موقت ډول ځای ورکوي چې د دوی د ستونزو حل نه دی.

د بهرام په نوم يو بل دوکاندار وايي، که دوی بل ځای دوکانونه جوړ کړي او بيا له هغه ځايه هم پورته کېږی؛ نو دا يې د ستونزې حل نه بلکې د ستونزو ډېروالی دی.

هغه غوښتنه وکړه: ((موږ نه د روغتون مخالف يو او نه د دوکان ورانولو، بديل ځای غواړو؛ خو په خط کې بايد رسمي وليکل شي، نه موقت ځای.))

بلخوا د روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار د روغتون په نوم د خلکو د دوکانونو ورانول يوه دسيسه نه بلکې يو قانوني کړنه ګڼي.

دی وایي، روغتون لپاره د بازار شا ته ودانۍ چارې پيل شوې وې خو په اخري برخه يې د ښار جوړونې رياست د ماسټر پلان نقشه راغلې او په هماغه اندازه بايد روغتون د عمومي سړک خواته يوړل شي.

د ولسوال په وينا: ((د ماسټر پلان مطابق د روغتون د اوسنۍ نقشې نيمايي کې صنعتي ښارګوټي ته سړک تېريږي او ترې هاخوا شنه ساحه ده؛ نو د روغتون نيمايي برخه چې اوس يې يوازې چهار ديوالي شوې دا ړنګيږي او مخکې راځي د بازار خواته.))

د خاکسار د معلوماتو له مخې، دوی د ولايت په لارښوونه خلکو ته موقتي ځای هم په نظر کې نیولی؛ خو هغوی د دايمي ځای غوښتنه کوي، چې د دوی او ولايت له وس بهر خبره ده.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د مشرانو جرګې د غړي سناتور لطف الله بابا نظر هم له ځانه سره ولري؛ خو تر بيا ځلي هڅو هم په دغه چاره بريالي نه شو.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement